سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهنړيوال خوراکي سازمان، افغان فقر ځپلو ته د مياشتې ۲۳۰ ميليونه ډالره...

نړيوال خوراکي سازمان، افغان فقر ځپلو ته د مياشتې ۲۳۰ ميليونه ډالره غواړي

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) ‏د خوړو نړیوال سازمان(WFP) ویلي، چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له بد وضعیت سره مخ دي.

د دغه سازمان اجرائيوي رئيس نن د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغو فقر ځپلو سره د مرستې او ورته د رسیدګۍ لپاره یاد سازمان هره میاشت ۲۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

معلومه نه ده، چې یاد شوي سازمان د يادو پيسو د تامینولو لپاره له طالب چارواکو څخه څه غوښتنې کړي دي؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ( آی او ایم) رئیس آنتونیو ویتورینو، کابل ته له سفر وروسته د خپل سفر ارزونې رسنيزې کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورين له شدت سره به په را روان ژمي کې له افغانستان څخه د کډوالۍ او اقتصادي بحران ستونزې نورې هم اوج ته ورسيږي.

ویتورینو، له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره سخاوت مندانه مرستې وکړي، څو دغه هېواد د اقتصادي او بشري ناورين له ستونزو ډېر ونه ځپل شي.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.

دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب