سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد صحرايي محکمو دوام، ط تخار کې یو ځوان په عام محضر...

د صحرايي محکمو دوام، ط تخار کې یو ځوان په عام محضر کې ډزو وژلی

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د يوه وژل شوي طالب پلار، هغه ځوان په عام محضر کې په ډزو وژني، چې د زوی په قتل یې تورن شوی.

ويل شوي، چې وژل شوی ځوان تر هغې وروسته، د طالب په وژلو تورنیږي، چې طالبان د کورونو د پلټنې پر وخت د هغه له کوره یو کلاشینکوف ټوپک پیدا کوي.

د طالبانو قاضي، پرته له دې چې په محکمه کې پر نوموړي ځوان د قتل تور ثابت او د قانون مطابق سزا ورته وټاکل شي، سمدستي د نوموړي د «قصاص» امر کوي.

له دې پریکړې وروسته، د وژل شوي طالب پلار د نورو طالب جنګياليو په مرسته ياد شوی ځوان په ډزو وژني.

‎‏دا ډول صحرايي محکمې، د طالبانو ډلې د خپلو فعاليتونو له پیله تراوسه په سلګونه ځله کړي، چې په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي او له کبله یې د بشري حقونو په پراخ نقض تورن شوي دي.

طالبانو د دغې پېښې د رسنيزې شوې ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طالبانو پر ضد د ګڼو چريکي بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

د راپورونو له مخې، طالبان د خپلو جنګیالیو له وژل کيدو وروسته پرته له دې چې د دغو بریدونو په اړه سم معلومات وکړي، په پراخو وژنو لاس پورې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب