یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان انټرنشتال: د ملا برادر وسله والو په کرکټ بورډ کې کمپيوټر...

افغانستان انټرنشتال: د ملا برادر وسله والو په کرکټ بورډ کې کمپيوټر کاران ډبولي

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) د افغانستان انټرنشتال ټلويزيون په يوه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرۍ په سر د طالبانو د دوو مقتدرو ډلو( ملا برادر او حقاني ډلو) تر منځ ناندرۍ اوج ته رسېدلي دي.

دا ټلویزیون په يوه راپور کې وايي، چې د همدې ناندريو په ترڅ کې د کرکټ بورډ د نوي رئيس په توګه د میرویس اشرف د ټاکل کیدو او معرفۍ خبر له خپریدو لږ وروسته، بيرته د بورډ له فیسبوک پاڼې ليرې شوی دی.

د کرکټ بورډ مخکيني رئیس عزيز الله فضلي، چې د طالبانو د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالغني برادر له نيږدې کسانو ګڼل کېږي، ورته نيږدې سرچينو ويلي، چې د هغه پر ځای د ميرويس اشرف ټاکنه د کرکټ بورډ پر رياست د حقاني شبکې کودتا وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب