Home+افغانستان او بنګله دېش راتلونکي جام ته ووتل

افغانستان او بنګله دېش راتلونکي جام ته ووتل

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۶مه) افغانستان او بنګله دېش د ۲۰۲۲ شل اوره جام سیالیو ته په مستقیم ډول ووتل.

 خو دوې لوبډلې، چې د شل اوره جام اتلولۍ یې ګټلې وې، په مستقیم ډول د ۲۰۲۲ جام سیالیو ته له وتلو پاتې شوې.

ویسټ انډیز، چې دوه ځلې یې د نړیوال شل اوره جام اتلولي ګټلې او پخوانۍ اتله سریلانکا باید د کولیفای کېدو لپاره نورې مسابقې وګټي چې د ۲۰۲۲ شل اوره جام ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۲ نړیوال شل اوره جام سیالۍ په استرالیا کې کېږي.

د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوره جام ته ۱۲ غوره یا لوړ ټیمونه مخکې تر مخکې غوره کېږي.

بنګله دېش په روان جام کې خپلې ټولې ۵ سیالۍ وبایللې خو د دې لپاره چې په خپل هیواد کې یې د سږ کال په پیل کې استرالیا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وه، د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام سیالیو کې یې خپل ګډون تضمین کړ.

ویسټ انډیز په ۵ سیالیو کې ۴ وبایللې. سریلانکا که څه هم ویسټ انډیز او بنګله دېش ته ماتې ورکړه خو د انګلیستان په وړاندې یې په داسې حال کې چې ۵۵ منډې کړې وې، ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د ویسټ انډیز او سریلانکا ترڅنګ سکاټلنډ او نامیبیا هم باید له یو لړ سیالیو وروسته د ۲۰۲۲ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ځان ته لار پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...