شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهزاخېلوال: د ط ناقص حکومت او ناقص سياستونه افغانستان بحران ته بيايي

زاخېلوال: د ط ناقص حکومت او ناقص سياستونه افغانستان بحران ته بيايي

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏د افغانستان د ماليې پخوانی وزير ډاکټر عمر زاخېلوال، چې د طالبانو له ملاتړو سياستوالو ګڼل کېږي، د دغې ډلې حکومت او سياستونه ناقص وګڼل.

هغه په لندن کې له یوه بهرني ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وويل، چې په کابل کې د طالبانو مشرانو ته يې مخامخ خبرداری ورکړی، چې په دې ډول مخته تلو سره به افغانستان د بحران خواته بوځي.

زاخيلوال، په ورته وخت کې د طالبانو د مشرانو ترڅنګ د اختلافاتو خبر ورکړ او ويې ويل، چې دا اختلافات د حکومتولۍ د بڼې، خپلمنځي وېش، قومي او سمتي موضوعاتو، په حکومت کې د نورو خواوو د شاملولو د څرنګوالي او فيصدۍ او له شرعي نظام څخه د تعبیر په سر دي.

عمر زاخيلوال دا هم وويل، چې کابل ته د پاکستاني استخباراتو د مخکيني مشر فيض حميد د سفر پر مهال ده او پخواني ولسمشر حامد کرزي له نوموړي سره لیدلي او ورته یې ویلي، چې په خپلواک او اباد افغانستان کې یې خیر دی.

دغه افغان سياستوال، کابل ته د طالبانو د سرپرست حکومت له اعلان څخه د مخه او کابل ته د پاکستاني استخباراتو د مشر لومړنی سفر ياد کړ، چې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شو.

زاخېلوال هم په هغه وخت کې د نوموړي سفر نا مناسب وباله او په کنايوي ډول یې پر طالب واکمنۍ د پاکستان د اغېزو يادونه وکړه.

عمر زاخيلوال په دې مرکه کې، پر ولسمشر غني توندې نیوکې وکړې او هغه يې د افغانستان د رهبرۍ وړ ونه باله.

زاخېلوال تور پورې کړ، چې غني عقده يي و، فساد او بحران يې د حکومت پر مهال زيات شو او د هغه سر زورۍ د نظام د سقوط سبب وګرځېده.

هغه له افغان سياستوالو وغوښتل، چې د ده په شان بیرته کابل ته ور وګرځي او طالبانو سره خپلې ستونزې په مخامخو بحثونو کې د ده په شان مطرح کړي ‌

زاخېلوال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په دې اړه کوم اطمینان موجود دی، واضح ځواب نه درلود او د بېلګې په توګه يې د خپل ځان يادونه وکړه، چې په خبره يې طالب مشرانو سره مخامخ د دوی د واکمنۍ په نېمګړتیاوو غږیږي.

ډاکټر زاخيلوال په دې مرکه کې د افغانستان د بحران د حل لپاره کوم واضح پيغام نه درلود، خو د دې باوجود چې طالب مشران نور سياسي لوري ردوي او خپل امیر سره يې بيعت ته بولي، ده بيا- بيا له طالبانو سره د هغوی په مشرۍ نظام کې د ټول شموله حکومت په جوړولو ټينګار وکړ.

په پاکستان کې دغه پخواني سفير، په ورته وخت کې د طالبانو پر ضد د مقاومت ټولو جريانونو سره مخالفت وښود او بې نتیجې يې وبللې.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل، تېره اونۍ له فارن پالیسۍ سره په يوه مرکه وويل، چې پاکستان پر طالبانو د پاکستان د ملګرو افغان تکنوکراتانو د په حکومت کې شاملولو لپاره فشار اچوي.

نبيل په دې اړه د کوم مشخص کس يادونه نه وه کړې، خو عمر زاخيلوال پخپله تازه مرکه کې د افغانستان پر پخوانيو حکومتونو ( د حامد کرزي او اشرف غني پر حکومتونو) له دې کبله نیوکه وکړه، چې پاکستان سره يې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اړيکې په سمه توګه مدیریت نه کړای شوې.

زاخېلوال د ګلبدین حکمتیار او حامد کرزي تر څنګ یوازینی مطرح افغان سياستوال و، چې کابل ته د پاکستاني استخباراتو د رئيس فیض حميد د لیدو لپاره د کابل سرینا هوټل ته تللی و.

4 COMMENTS

  1. دا به ومنو چې په افغانستان کې ډير بېناموسان دي چې پاکستان ته له خپلې ښځې هم تېر دي او پې وياړ کوي.

  2. افغانستان د ولسمشر غني د سرزورۍ له امله نه دی سقوط شوی، بلکې د امریکا د پالیسۍ بدلون او د خلیلزاد ماموریت چې په دوحه کې یې د افغانستان د شمول پرته طالبانو سره دوه په دوه تړون لاسلیک کړ، په دې سره د افغانستان د ولسواک نظام وژل پیل شول، او همداراز د یاد تړون له مخې چې ځینې پټې ضمیمې یې هم درلودې، چې وروسته بیا پخواني ولسمشر ټرمپ روښانه کړل، چې له مخې به یې دوی د افغانستان واک قصدا طالبانو ته پریږدي، او نیژدې د ۸۵ ملیارده ډالرو په ارزښت جنګي تجهیزات به له منځه یوسي، او داسې ډرامه به جوړه کړي، چې ولسمشر غني وبایلله. چې دغه شان ونه شول… یانې د هوایي ډګرونو بمبار، کورنۍ جګړه، د افغانستان ټوټه کیدو خطر، د امریکا نه ملامتیا او ټوله پړه پر افغان حکومت.. چې اوس ټوله نړۍ پوهیږي چې د افغانستان د ولسواک نظام سقوط د دوحې تړون له امله پیل شو، چې هغه کله چې دوی په افغان دولت فشار راوست، او هڅه یې هم کوله چې باید د ټالیبانو بندیان خوشي شي، او که خوشي نشي نو دوی به په افغان دولت یو ملیارد امریکایي ډالر مرسته بنده کړي، او بیا یې د افغان حکومت د ښه کمزوري کولو لپاره په کابل کې مرموزې وژنې او چسپکي بمونه الوځول پیل کړل.. افغانستان امریکا سقوط کړ، او دا کار یې د خپل ځان حق بولو، ځکه چې دوی په خپله افغانستان جوړ کړی و، خو د افغانستان سره د یوې پروژې په شان چلند له امله نوموړی هیواد اوس په ټوله نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړ، تر دې پورې چې اروپايي اتحادیه د المان په مشرۍ په دې تصمیم ونیو چې د اروپا لپاره یو بیړنی پوځ جوړ کړي، او چین تایوان ته د افغانستان سقوط د پند په توګه وړاندې کړ، چې یوه ورځ به ورسره امریکا همدغه شان چلند وکړي، او پکار ده چې په متحده ایالاتو باور ونه کړي.
    اوس هغه څیرې چې په افغانستان کې د ټالیبانو له راتګ سره پاتې وې، هم د افغانستان وفاداره او په وطن میینې څیرې نه دي، یوآخې دوی ته خپلې ګټې مهمې دي، لکه پخوانی ولسمشر، ډاکټر عبدالله، زاخیلوال صیب. او یو شمیر لا وار د مخه اسلام اباد ته لاړل لکه رباني، محقق، پدرام او دې ورته نورې څیرې چې شل کاله مو دلته په فساد کې ښکیل او د نظام په کمزوري کولو او د قانون حاکمیت تل د سوال لاندې راوستلو کې تجربه کړل.. بل پلو ته بیا ښاغلی بلینکن، خلیلزاد او ډاکټر عبدالله همدا یو نظر لري چې د غني وتل افغانستان سقوط کړ !!
    ولسمشر غني منحیث ولسمشر ډیر مسؤولیت لري، خو داسې ویل چې غني نظام سقوط کړ، او یا یې جنګ ونه کړ، او یا هغه د سولې دښمن و، دا واقعا غلطه خبره ده. ځکه چې د افغان دولت لخوا د سولې استازیتوب ډاکټر عبدالله کولو، او د امریکا لخوا د هغوی استازي خلیلزاد او د طالبانو لخوا ملابرادر صیب، نو اوس د ډاکټر عبدالله رول څه و ؟ آیا ده کومه ملي ګټه او ارزښت په نظر کې نیولی و؟ او کنه دا د همدې مثلث یو پلوي غړی و، او د ولسمشر غني په حکومت یې د امریکا یو شرمیدلې برنامه وتپله ، واقعا چې دا فشني څیره غلوونکې او د خلیلزاد په شان ناکامه وه !!
    په لنډو ټکو کې :
    نظام امریکا سقوط کړ، ولسواکۍ ته امریکا د پای ټکی کیښود !
    په دې ناکام ماموریت کې د افغانستان لخوا ډاکټر عبدالله د سولې استازیتوب کاوه، د امریکا لخوا خلیلزاد او ټالیبانو لخوا ملابرادر صیب.
    افغان سیاسیونو په ځانګړې توګه ډاکټر عبدالله تل نظام کمزوری کړی دی !
    ولسمشر غني یو له دري ښو او اغیزمنو ولسمشرانو څخه یو و، چې پاتې یې ارواښاد داود خان او بل ډاکټر نجیب الله و، چې خاورې او هیواد ته یې واقعا خدمت کول غوښتل خو خپلو داخلي مخالفینو او د بهرنیو مداخلې په ځانګړي توګه د سیمې استخباراتو او د افغانانو ناپوهۍ ..

  3. سلام،
    کاږه مزلونه او کاږه بارونه:
    دافغانستان برخلیک ،زعامت، او سیاسې موقعیت درې مهمو برخو کې له کړکېچونو اوپېچومو سره مخامخ شو .واقعا خدمت کول ځانګړی پرګماتیزم ته ضرورت لری ټوکې نه دی.کوم معیارونو موږ دغه حال ته راوستلو سیاسی وه او که فرهنګی؟ موږ دکوم مدیریت مشکل لرو؟
    لومړی :په خپله دافغانانو له لوری په مختلفو نومونو، پلمو او ګروګان ګیریو دغه ملت نورستړی شوی. څلورو لسیزو کې موږ له خپلو سهوو،خطا وو او سترو غلطیو زده نه کړل. لس حکومتونه راغلل او لاړل حو موږ دعدالت،انصاف ،مساوات او در ښتینی اخوت جهان بینی او کړکۍ ته عملی جامه ور وانه غوستله او د آبادی ،پرمختګ،سولې او یوالی سلسله مو هېره کړه. موږ ټول من یو/ وو پاو ،چارک مو ږنه لرو. فساد، واسطه ،پیسه، زر ،زور او زن مو دفرهنګ یوه فرعونی برخه وګرخوله. لنده داچې دهابیلی او قابیلی تګ لاری مو غوره کړ اوموږله یوه سره سیاستوال شولو !هیچا خپله ملا مته ونه منله او چا ونه ویل چې زه نه پوهېږم یا دغه کار زما مسلک نه دی. ټول په یولوری جاده ځغلو.
    دوم- دنړیوالو ،ملګرو ملتو سازمان، ددروغجنې او جعلی دموکراسی په نوم هېوادونو سره اوپه تیره بیا دوه استعماری قوتونه یعنی روس او امریکا سره په دېپلوماتیکو اریکو، ژبه،تګلارو پوه نه شولو. له دواړو سره مو دعلت او معلول محاسبه ونه کړه چې بله پروژه راپيلوی دملګرو ملتو غړیتوب لرو خو عا دله راز دبیک ښځه دلته استازې وه وایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به پکې څوک وکړی؟کله چې بلینکن یا خلیلزاد دغه ډول خبرې کوی دا په ډا ګه کوی چې امریکا دافغانستان په سیاسی موقف،دریځ،کلتور وفرهنګ او ثبات لا نه پوهیږی هیڅ طرف اوناطرف مو ونه پېژاند لکه روسان چې پوه نه شول سره له دی چې دالری فرهنګ باندې یی زموږ وږی تږی افغانان دومره بلد کړل چې دالوتکې به ډډه نښتل او بهر ورته جنت ښکارېده.
    دریم- ولې په سیاسی،سیمه ایزه،نړیواله کچه دالقاعده او داعش په نوم یوازې افغانستان دنړۍدکړکيچ سیمه وګڼل شوه ایا دلته ګاونډی او دمنخنی اسیا هېوادونه ګډ مسولیت نه لری دامریکا او ناتو دالرې دلوژیستیک او ترانسبورتیشن اوپوځی اډو او لاس وهنو په نوم چا تر لاسه کړې پرون افغانستان دلته دګټو لنګې غوا حیثیت درلودخو نن د تاجیکستان په څېر مزدور هېواد هم موږ ته ګواښ کوی.
    شهید داود خان هم دخپلې سرتمبګی له لاسه دبی کفا یته او نا اهله ادارې په شتون سروخوړاویوازې پاتې شو.نجیب ګاو هم یوازې دواتشه پرچمی خو تيروتلی وه عاقبت یې له بده بدتر شو. غنی ته په امریکا کې کانګرس په چککو ستړی شو خو پوښتنه داده چې غنی څومره مصنوعی کاواکه ، بې اعتباره،بې هویته او ډارن سړی وه یو خلی یې هم دلته نه درلود له خپلې ډلې سره چې ټول ۶۵ کسان کیدل درې سوه زره تربیه شوی پوځ شاته پریږدی اوتښتی! ایا د ا دده وتل له ارګ په مرګ وه چې ده به شعار ورکاوه خداې دې غرق کړی چې غرق شو . مانا دغه هېواد یی دومره سره بې اهمیته کړ چې دغوجلې حییثیت هم ورته پاتې نه شو
    که هر خم کې د دغه کړکېچ انالوژی واچوو پړه یې پر موږ راځی موږیو چې دبهرنیو لپاره اصلی ابزار او وسایل وګرځېدو. کاشکې ! زاخیلوال دومره ظرفیت او ایمان ولری چې خپل ناقص حسابونه په نره تصفیه کړی اوله ولس څخه بښنه وغواړی.
    دافغانستان ملی صبغه او نظام کې دطالبانو اړیکی له کار پوهانو سره هېڅ نشته او نامعلوم حالت کې دی بل داچې رسمیت پېژندل نړیوالې اجماع ته ضرورت لری چې دملګرو ملتو له لارې ژر ترژره رامنځ ته شی خو دملګرو ملتو سازمان هم دسیمې استخبارات تر اغیز لاندې دی ځکه چې سوشال میدیا د استخباراتو پرخواراڅرخی او داعش نه اوس دسیمې پهلوان جوړوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب