جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونههندیان د افغانستان او پاکستانیان د نیوزیلنډ‌ په ګټلو خوشالېږي

هندیان د افغانستان او پاکستانیان د نیوزیلنډ‌ په ګټلو خوشالېږي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۶مه) په داسې حال کې چې د هند شاوخوا یو ملیارد اوسېدونکي نن د نیوزیلند په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بري دعا کوي، ملیونونه پاکستانیان د نیوزیلنډ بري ته تمه لري.

د افغانستان او نیوزیلنډ نننۍ مسابقه په روان شل اوره جام کې تر نیمه پایلوبې کم ارزښت نه لري. که افغانستان وګټله، هند په هغه صورت کې چې نامیبیا ته په نسبتاً ډېر توپیر ماتې ورکړي او افغانستان په لږ توپیر بری خپل کړي، په اتومات ډول نیمه پایلوبې ته وځي.

خو که افغانستان دا سیالي وبایلله نیوزیلنډ، چې ۳ سیالۍ یې مخکې لا ګټلي، د ۸ امتیازونو خاوند کېږي او د دوهم ګروپ د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وځي.

پاکستانیان په دې خاطر د افغانستان ماتې او د نیوزیلنډ په بري خوشالېږي چې هند نیمه پایلوبې ته ونه وځي.

حاضردمه په دوهم ګروپ کې ټولو ۶ لوبډلو ۴ – ۴ سیالۍ کړي چې تر ټولو د پاکستان امتیازونه ډېر دي. پاکستان څلور واړه سیالۍ ګټلي خو افغانستان او هند دوې او نیوزیلنډ ۳ سیالۍ ګټلي دي.

هند باوري دی چې وروستۍ سیالي له نامیبیا څخه ګټي نو د افغانستان نننۍ سیالي ته هندیان نیمه پایلوبې ته د وتلو د یوازیني چانس په سترګه ګوري. که نیوزیلنډ یې پر افغانستان وبایلي، هند په دې خاطر نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس مومي چې (NًًRR) یې لوړ دی.

له بلې خوا د لومړي ګروپ سیالۍ پرون د انګلیستان او جنوبي افریقا په سیالۍ بشپړې شوې.

له لومړي ګروپ څخه انګلیستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ووتل.

2 COMMENTS

  1. نن ورځ د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو تر منځ سیالی پداسی وخت کی تر سره کیږی چی د ګروپ B نه تر اوسه پوری د پاکستان پرته کومه بله لوبډله د سیمی فاینل لپا ه نه ده وتلی. د نن ورځی سیالي د افغانستان، نیوزیلنډ او هندوستان لپاره ډیر اهمیت لری او ددې لوبی نتیجه به د سیمی فاینل لپاره ددې دری لوبډلو نه یوه په ګوته کړی.

    د ابو زبۍ د کرکټ میدان چی دا لوبه پکی ترسره کیږی د توپ وهلو لپاره ډیر برابر دی چی افغانستان ته به ګټه وکړی. همداراز د سپین یا سلو بالرانو لپاره هم ښه دی چی افغانستان بالران په ورځنی ګټه واخلی. د مجیب الرحمن لوبیدل به پدی سیالۍ کی د افغانستان بالنګ نور هم مظبو ط کړی.

    بیلی خوا د نیوزیلنډ لوبډله ډیره خواری کښه لوبډله ده او په فیلډنګ او کیچونو نیولو کی ډیر مهارت لری.

    ګټل او بایلل په سیالیو کی د یو بل سره تړلی دی او مونږ د خپلی لوبډلی ترشا کلک ولاړ یو او ټول افغانان هم چی د کرکټ سره مینه لری د خپلی لوبډلی ملاتړ وکړی او ګټل اوبایلل دواړه يی په سړه سینه قبول کړی او ډاډګیرنه ورکړی.

    تر ټولو نه مهمه خبره داده چی د پاکستان رسنۍ او سوشل میډیا د افغانستان په لوبډلی راز راز تورونه لګوی او د منافقت او افغان د ښمنۍ هیڅ فرصت دلاسه نه ورکوی. افغانان باید هوښیار وواوسی ځکه چی کله پاکستان خپل خان ته په اینه کی وګوری نو وینی چی کرکټ پریږدوه چی د پیسو په مقابل کی پاکستان همیشه په ناموس هم سوداکړی او اوس د افغانستان غیرتی لوبډلی ته هم د ځان په څیر ګوری.

    د پاکستان د کرکټ د لوبډلی دتاریخ په اوږدو کی د لوبی په سر په پیسو اخستلو تورن شوی چی دری تنه يی په انګلستان کی چی سلمان بټ مجمد اصف او محمد عامیر په نوم یادیږدی زندانی شوی هم دی.

    انشاءالله افغانستان به يی وګټی او که ويی نه ګټی نو بیا هم زمونږ اتلان دی او مونږ ته يی ډیری خوښۍ راپه برخه کړی او د افغانستان نوم او دری رنګه بیرغ يی د نړۍ په کچه لوړ ساتلی.

  2. د کرکټ بورډ انډوخر څه عادي خبره نده بلکې د يو بنسټ نړول او په خلاص لاس د بادار په اشاره له افغانانو خوښي اخيستل دي. نړيوال دا هر څه ګوري او بې تفاوته نه پاتې کيږي.
    عزيز الله فضلي پيژنم. يو مهال د ط ا ل بانو ليکو کې وه، بيا تير حکومت ته تسليم شو او د سولې پروسې سره يو ځای شو. څه وخت وروسته بيا د سولې عالي شورا کې د مشاور په توګه يې لوړ امتيازات اخيستل او پدې پلمه چې ګوندې ط – لب جنګياليو سره پيژندګلوی لري، ځان يې د يو ډير مهم سړي په توګه معرفي کاوه او خپله چوکۍ يې په همدې شکل ساتله.
    مشعل په کرکټ بورډ کې د فساد ،غلا ، قراردادونو کې د ونډې او د کرکټ اوسنۍ مافيا جوړولو په تور له چوکۍ ليرې شو بخت يې مل شو او په اسلام اباد کې لوی سفير وګمارل شو. دلته د کرکټ بورډ چوکۍ پر سر انډوخر روان شو. عزيز فضلي د سلام رحيمي خواته ورغی. هغه مهال رحيمي د ولسمشر دفتر ريس وه. د کرکټ بورډ لپاره يې طرحه وړاندې کړه. طرحه پدې شکل وه چې عزيز فضلي د قطر ټ ا ل بانو او حکومت تر منځ ناسته برابروي او مقابل کې به حکومت نوموړی د کرکټ بورډ پر چوکۍ ګماري. فضلي د انس ا کاني او سلام رحيمي تر منځ يو هوايي لين جوړ کړ او رحيمي يې تېر ايست، سلام رحيمي ولسمشر ته د قطري ټواليبو سره د ناستې خبره وکړه او ولسمشر يې خوشاله کړ. مقابل کې يې له ولسمشر د عزيز فضلي آمر واخيسته او پر کرکټ بورډ يې سريښ کړ.
    له يوې خوا عزيز فضلي يو ناکام مدير ثابت شو او له بل لوري يې د حکومت او قطر ط ا لبانو تر منځ ناسته برابره نشوه کړای چې انجام يې د انفکاک تر سرحده ورسيد.
    کله چې جمهوريت چپه شو ، هيڅ شی په ميدان نه وه، ريس الوزرا خپله کابينه لا نه وه اعلان کړې چې ښاغلي عزيز فضلي کندهارۍ لونګۍ پر سر کړه ، تسبيح يې په لاس کړې او د انس اکاني په ملتيا يې پر کرکټ بورډ حمله وکړه. د اکاني يوولسو باډيګارډانو په زور له کوم امر او رسمي پروتوکول پرته د کرکټ بورډ پر چوکۍ کيناست او کرکټ بورډ يې فتحه کړ.
    پرون د کرکټ يو پخوانی لوبغاړی ميرويس اشرف د بورډ مشر په توګه معرفي شو. له نيم ساعت وروسته د بورډ مطبوعاتي ټيم د ښاغلي اشرف معرفت خبر ړنګ کړ. حتمن يو څه شته، يو لوري ته د اکاني پخوانی ملګری او بل لور ته ميرويس اشرف ښکر پر ښکر شوي. فضلي د خپل ځان خوښ ساتلو لپاره د بورډ او کرکټ خاتمی پسې را اخيستې. که هر څه کيږي مطلب دا سړی بايد ريس وي. اما دا هم بعيده نده چې ط ا لبانو په لوی لاس د کرکټ ختمولو پسې را اخيستي وي.
    وګورو چې خبره کوم لوري ته درومي. اما د کرکټ نړيوالې نيت ته په کتو شايد همدا انډوخر ددې بهانه شي چې د افغانستان غړيتوب وځنډول شي او يو ځل به بيا د نورو په تماشو کې خپله کاذبه خوښي ګورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب