شنبه, مې 18, 2024
Home+استرالیا له افغانستان سره ټیستلوبه وځنډوله

استرالیا له افغانستان سره ټیستلوبه وځنډوله

تاند (جمعه، د عقرب۱۴مه) د  اسټرالیا د کرکټ ادارې نن تایید کړې چې له افغانستان سره یې ټیستلوبه لغوه کړې ده ځکه چې په افغانستان کې وضعیت نامعلوم دی. 

د اسټرالیا د کرکټ ادارې یا استرالیا کرکټ په یوه بیان کې ویلي «په افغانستان او نړۍ کې د ښځینه و او نارینه وو د کرکټ د ودې لپاره ژمن یوو خو په افغانستان کې روان ناڅرګند حالت ته په کتو تر هغو چې وضعیت نه وي معلوم لوبه ځنډوو.» 

په پام کې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د نوومبر په ۲۷ مه له اسټرالیا سره خپله یوازینۍ ټیسټلوبه د استرالیا په هوبارټ ښار کې کوي. 

د سپټمبر په لومړیو کط د طالبانو یوه چارواکي وویل چې دوی به د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي. له دې خبرې وروسته د اسټرالیا د کرکټ مسوولانو د طالبانو له خوا د ښځو د کرکټ په بندولو باندې تُندې نیوکېد وکړې او ګواښ یې وکړ چې له افغانستان سره به ټيسټلوبه لغوه کړي، خو طالب چارواکي خپله خبره بېرته واخیسته او ویې ویل چې دوی تراوسه پوړرې په دې برخه کې هیڅ ډول پرېکړه نه ده کړې. 

 استرالیايي چارواکي له همدې کبله وايي چې د افغانستان وضعیت نامعلوم دی.

که څه هم طالبانو ژمنې کړي چې د خپلې تېرې دورې سختې کړنې به نه تکراروي خو په هېواد کې دننه او بهر ګڼ افغانان د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د کرکټ د نړیوال شل اوره جام تر پیل مخکې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و چې افغان ټیم د نورو لوبډلو په شان په نړیوال جام کې لوبیږي او دوی یې ملاتړ کوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب