دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د نا امنۍ شدت، طالب داخله وزير د پاکستان...

د افغانستان د نا امنۍ شدت، طالب داخله وزير د پاکستان د سولې په هڅو اخته دی

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د نا امنۍ ګواښونه ورځ تر بلې زياتيږي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو ټاکل شوی وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې په منځګړيتوب اخته دی.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې نن خبر ورکړی، چې په دې برخه کې سراج الدين حقاني پرمختګ کړی او ممکن زر د دواړو لوريو ترمنځ يو لنډ مهاله مشروط اوربند رامنځته شي.

د ورځپاڼې په حواله، د کيدونکې هوکړې په اساس د پاکستان حکومت ۲۲ تنه ټیټ پوړي پاکستاني طالبان له بنده خوشې کوي او په بدل کې یې یو مياشتينی ازميښتي اوربند ته غاړه ږدي.

ويل کيږي، چې د دواړو لوريو ترمنځ مقدماتي مخامخ مذاکرات هم د سراج الدين حقاني په منځګړتوب د افغانستان په خوست ولايت کې شوي.

سراج الدين حقاني، د مذاکراتو د دوام لپاره هم خوست ولايت وړانديز کړی، چې ګومان کېږي دواړه لوري به یې ومني.

تر اوسه نه ده معلومه، چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان څخه په کومه کچه او کوم کسان په دې مذاکراتو کې ګډون لري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره مياشت د ترکیې له يوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال وويل، چې سراج الدين حقاني د دوی او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې مذاکراتو منځګړتوب پيل کړی دی.

پاکستاني طالبانو هغه مهال دا خبره رد کړې او ويلي و، چې د پاکستان د حکومت خلاف به یې جهاد د اسلامي او شرعي نظام تر حاکمیدو پورې دوام ولري.

د سراج الدين حقاني د ياد شوي منځګړتوب خبره په داسې مهال ده، چې په افغانستان کې د نا امنۍ شدت ورځ تر بلې زياتيږي او طالب مشران یې سخت وارخطا کړي دي.

الجزيرې ټلويزيون په يوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله ته منسوب يو غږيز پيغام په دې ورځو کې د طالب جنګياليو ترمنځ لاس په لاس کیږي.

په دې پیغام کې هیبت الله د طالبانو لیکو ته د ناڅرګندو وسله والو د ننوتو او د دوی د اصولو خلاف د فعالیتونو خبر ورکوي.

ويل شوي، چې د طالبانو مشران په دې ډېر وارخطا دي، چې داعش جنګیالي یې د وسله والو لیکو ته ننوتي او يا يې خپل وسله وال د داعش لیکو سره یو ځای او بیرته د دوی خلاف جنګیږي.

داعش ډلې ويلي، چې طالبان له امریکا سره تر معاملې وروسته د هماغه هېواد په مرسته واک ته رسېدلي او دوی به یې پر ضد جهاد وکړي.

يادې ډلې، د کابل په زړه ( وزير اکبرخان سیمه کې) پر سردار داود خان روغتون د خطرناک او خونړي برید د مسووليت منلو پر مهال طالبان «مرتد» ګڼلي وو.

دې وضعيت ته په کتو سره، یو شمېر افغان شنونکي د پاکستان او تحریک طالبان په مذاکراتو کې د طالبانو د کورنيو چارو د وزير بوختوالی د پوښتنې وړ ګڼي او وايي، چې هغه بايد لومړی د خپلو جنګیالیو لیکې له داعشيانو تصفيه او بيا د نورو ترمنځ د سولې هڅو کې ځان اخته کړي.

4 COMMENTS

  1. ښه ته او خدای دا خیرن پاجونه دا منحوس نجس پټ مخونه دا دمنځنۍ پيړیو خیرن مغزونه دا خوني ټوپکونه دا بوین متعفن کرمچونه او…. او له مهذبې کوفري نړۍ رسمیت پيژندلو زارۍ او خواهشونه..
    خپلو جمهوریتونه سره ۴۵ کاله عربي خرتوبونه پنجابي سپيتوبونه(جهادونه) او د انګریزي حرامي سره دیالوګونه سازشونه…
    خو غم دلته دی چې دا ټول بربریتونه ملي خیانتونه ناتمامه ذلتونه حقارتونه ټول د (مبین دین) په جام کې غوړپ کیږي…
    ترڅو چې جاهل بدوي وحشي عرب سری مرګ پلوی پښتون د دین سره خپله رابطه له بنیاده بدله نه کړي او حقانیانو غوندې وحشيان یې آيډيالان وي، همدا هرڅه چې نوم پرې ایږدی، تر نامالومه به روان وي

  2. اول خو د طالبانو له دی چارواکي نه باید و
    پوښتنه وشي چې که طالبي امارت حقه لاره ده نو مسلمان خو څه چې خپل ځان ته غواړي خپل بل مسلمان ورور ته دې هم باید وغواړي، ولی خپل پاکستانی ورونو لاری کې خنډ اچوې؟
    دوهم آیا تا زموږ هیواد کې امنیت راوستو چې اوس لګیا یی هلته هم امنیت راولې مګر دا هره ورځ کابل ننګرهار او نورو سیمو کې نه اوری چې لسګونه انسان وژل کیږي ته ځان ضمه وار نه ګڼې ؟ همدا پرون اخبارو کې راغلي چې مزارشریف کې لس تنه ځوانان او نجونې د طالبانو لخوا هوائي میدان ته غوښتل شوي او بیا وژل شوي دي. آیا د یو هیواد د داخله وزیر په توګه تاته د دی پبښی څیړنه مهمه ده یا د پاکستانی طالبانو او د هغه هیواد د چارواکو تر منځ منځکړیتوب؟
    افغان ولس ته هره ورځ ثابتیږي چې طالبي امارت کې د حقاني ډلې چارواکو ته یوازی د پنجاب مفادات ارزښت لري ، ځکه دوي د آی ایس آی لاس په نامه غلامان دي او ستاسی کړه وړه هره ورځغ دا حقیقت ثابتوي.

  3. ریشتیا خبره دا ده چی طالب بیچاره د ناپکستان د غلامي په لومو کی لا تر اوسه تړلی پاتی دی , او دوی مجبور دي چی دخپل پنجابی سردارنو غوښتني پر ځای کړی سره له دي چی زمونږ هر زلمی طالب د پنجابی سپو په وړاندي د زړه دکومی نفرت لری , په دي هم ټول پوهیږی چی طالبان د افغانانو د ملی بیرغ ، ملی سرود , ملی اردو او تر دي چی زمونږ پر ملی اټن او ټولو ملی ارزښتونونو دنړولو له امله د ورزو په تریدو سره خپل محبوبیت د هیوادوالو په مینځ له لاسه ورکوی

  4. تښتیدلی کسان که په خبره پوهیدل نو افغانستان به یی نه بایلود.
    دطالبانو په هره خبره انتقاد نیول دلیکونکی استعداد ټیټ مالوموی.
    هغه کسان چه لیږ دفکر خاوند وی هغه به هیڅ کله هم دطالبانو په اقدام باندی انتقاد ونکړی. دپاکستان او نورو سره کمک دافغانستان سره کمک دی. امریکایانو پاکستانی دښمنان روزل په مقابل کی پاکستان طالبان تقویه کول. له دی نه یو افغان بچی باید درس واخلی او دکوتاه فکرانو په خبره خطا نسی.
    رښتنی افغان باید دامریکا او غربی مزدورانو پروپاګند وپیژنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب