پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهم .م: افغان بشري فعالان له خطرناک وضعیت سره مخامخ دي

م .م: افغان بشري فعالان له خطرناک وضعیت سره مخامخ دي

تاند:( جمعه، د عقرب څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په یوه تازه راپور کې، د افغانستان د بشري حقونو او ښځینه حقونو د فعالانو د وضعیت په اړه شدیده اندیښنه ښودلې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د یادو حقونو ګڼ فعالان/ فعالانې له دې کبله چې بشري او ښځینه حقونه طالبانو ته بهرنۍ پدیده او پروژه ښکاري، د خپلو تېرو فعالیتونو له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ډېری فعالان او فعالانې له خپلو کورونو بې ځایه شوي او پټ ژوند کوي.
دوی ته په سیمو کې یې ځينې هغه کورنۍ د پخوا په شان مراجعه کوي او غواړي، چې د کورنۍ د غړو د حق تلفۍ په اړه یې چې طالبان یې سبب شوي، غږ پورته کړي، خو فعالان خپله له وېرې پټ دي او د چا د غږ رسولو وسیله نه شي کیدای.

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې ويلي چې دوی هیچا سره کار نه لري او د عمومي بښنې اعلان ته ژمن دي.

له دې سره بيا هم، دا ډله په پرله پسې ډول تورنيږي، چې د مخکيني نظام يو شمېر منسوبین، سياسي او مدني فعالان، د بشري او ښځينه حقونو مدافعان او حتا هغه دیني عالمان چې د سلفي نظريې لرونکي دي، په مرموز او هدفي ډول وژني.

پرون يوې سرچينې تاند ته وويل، چې تېره اونۍ په مزار شريف ښار کې تر لسو تنو پورې مدني فعالانې او فعالان طالبانو په دې پلمه چې بهر ته يې د تګ پرواز دی، له کورونو ويستي او بيا وژلي دي.

په وژل شويو کې د فروزان ساپۍ په نوم د پوهنتون یوه استاده هم شامله وه.

د اينډپينډيټ په نوم رسنۍ هم د تاند له راپور وروسته د خپلو سرچينو په حواله، په ياده پېښه کې د ۴ ښځينه فعالانو د وژل کيدو خبر ورکړ.

طالبانو د دې او ګڼو نورو ورته مرموزو وژنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب