یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد صالح غوښتنه؛ غني دې د خلیلزاد ټلیفوني مکالمې رسنیزې کړي

د صالح غوښتنه؛ غني دې د خلیلزاد ټلیفوني مکالمې رسنیزې کړي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح له غني غوښتي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټلیفوني مکالمې رسنیزې کړي.

صالح دا غوښتنه پرخپل ټویټر کړې او د مخکیني ولسمشر اکونټ یې مینشن کړی دی.

امرالله صالح پر خلیلزاد له طالبانو سره د پټو معاملو تور لګولی او ویلي، چې هغه د همدې په خاطر تر پایه له طالبانو سره د دوحې تړون پټې هوکړې له افغانانو پټې وساتلې.

نوموړي دا هم ویلي، چې خلیلزاد په داسې وخت کې چې افغانان په یوه لویه تراژیدۍ کې ایسار دي، نړیوالو رسنیو ته ورځي او د افغانستان په اړه په خندنۍ لهجه د طالبانو د مدافع په توګه غږیږي.

امرالله صالح د خلیلزاد اوسنی رول له نویمې لسیزې سره پرتله کړی او ویلي، چې نوموړي هغه مهال هم د خپلو نفتي شرکتونو د ګټو او پروژو په خاطر له طالبانو ملاتړ کاوه.

صالح دا هم ویلي، چې خلیلزاد په ښکاره په نړیوالو رسنیو کې طالبانو او په خاص ډول حقاني ډلې ته لابي کوي.

د مخکیني مرستیال ولسمشر په خبره، د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد ټلیفوني مکالمې به موجودې وي او اړینه ده، چې خپرې او رسنیزې شي.

خلیلزاد په وروستیو کې د پرله پسې مرکو په کولو، د طالبانو ملاتړ کړی او ولسمشر غني یې د سولې مخالف او د اوسني بحران مسوول ګڼلی.

امرالله صالح بیا ویلي، چې خلیلزاد د افغانستان جمهوري نظام د یوې وزې په شان قرباني کړی او تاریخ ته به مخ تورن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب