Homeخبرونهنړیواله امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

نړیواله امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) ټاکل شوې، چې د روانې میلادي میاشتې په اوولسمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.
د دې غونډې د ترسره کیدو خبر په ملګرو ملتونو کې د مکسیکو ځانګړي استازي ورکړی.
هغه د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان ترڅنګ نړیواله امنیت شورا په روانه میاشت کې د سوريې او یمن په اړه هم د ځانګړو غونډو پلان لري.
د افغانستان په اړه د اعلان شوې دغې غونډې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي(۲۳ میلیونه) د لوږې له سخت خطر سره مخ دي او ممکن ۳ میلیونه ماشومان( له ۵ کلونو څخه کم عمره) د دغه ناورین په ترڅ کې مړه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره اونۍ په یوه ټویټ کې اندیښنه وښوده، چې افغانستان به د دغه وضعیت له دوام سره د نړۍ په تر ټولو سترې فاجعې بدل شي.
څه موده مخکې د نړۍ شلو صنعتي هېوادونو له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد ډالره مرستې اعلان وکړ، خو طالبان وایي چې تراوسه دا مرسته افغانستان ته نه ده رسول شوې او باید ورسول شي.
طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.
دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.
پرون، سي این این ټلویزون په یوه مستند ټلویزوني راپور کې د یوې افغانې نجلۍ ژوند رسنیز کړ، چې د لوړو زده کړو او معلمۍ هیله منه وه، خو اوس یې کورنۍ د ۲ سوه زره افغانیو په بدل کې له ډېرې بې وسۍ پلورلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...