یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنبیل: ط ان د ډانګ او پړانګ ترمنځ ایسار او سیمه ییز...

نبیل: ط ان د ډانګ او پړانګ ترمنځ ایسار او سیمه ییز متحدین یې دوه ګونې لوبه ورسره کوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه)د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل له فارن پالېسۍ ورځپاڼې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د ډانګ او پړانګ ترمنځ ایسار دي او سیمه ییز متحدین یې هم ورسره دوه ګونې لوبه کوي.

د نبیل په وینا، د طالبانو د لومړي ځل واکمنیدو پر وخت په کابل کې و او لیدل یې چې خلک په ګلانو د طالبانو هرکلی کوي او ملامحمد عمر ته د یوه کاریزماتیک رهبر په سترګه ګوري.

دی زیاتوي: هغه وخت طالبانو ته د نجات د پرښتو په سترګه کتل کیدل، ځکه افغانستان یې د کورنۍ جګړې او انارشۍ څخه ژغوره، خو اوس وضعیت برعکس دی، طالبان له یوه انحصارګر او فاسد سیستم څخه وروسته واکمن شوي او یو جوړ سیستم یې له منځه وړی.

د نبیل په خبره، اوس اقتصادي او بشري ناورین په اوج کې دی، خونړی ژمی نیږدې شوی، طالبان له یوه نوي نسل سره، چې د افغانستان ۶۵ سلنه نفوس جوړوي او عمرونه یې تر ۳۰ کلونو دي، مخامخ شوي.

د ملي امنیت د پخواني رئیس په خبره، په طالبانو کې اوس نه د ملاعمر په شان کوم کاریزماتیک رهبر، نه واحد دریځ او نه له خلکو سره د تعامل او جذابیت کومه نقطه شته، برعکس یې د ملي امنیت د پخوانیو منسوبینو په شان ډېر خلک د طالبانو خلاف له داعش ډلې سره د یو ځای کیدو پلان لري، چې داعش به هم هرکلی ورڅخه کوي.

 نبیل زیاتوي، چې طالب مشرانو مخکې په دولت کې د ښځو کار او افغان تکنوکراتان تر ډېره خپلو جنګیالیو ته کافر معرفي کړي وو، خو اوس خپله حکومتولي نه شي کولای او که له دغو کافر معرفي کړو کسانو د سیستم جوړولو لپاره ګټه اخلي، خپل جنګیالي به ترې مخ اړوي او د دوی پخواني ورکړي روایات به وریادوي.

 رحمت الله نبیل دا هم وایي، چې ایران، روسیه، پاکستان او چین هغه ډول چې طالبانو اټکلوله، اوس د دوی ملاتړ نه کوي او دوه ګونې لوبه یې ورسره روانه کړې ده.

د ملي امنیت د دغه پخواني رئیس په خبره، ایران د امریکا د دښمنۍ له کبله طالبانو سره خواخوږي لرله، مرسته یې ورسره کوله او هیله من و، چې دا ډله به یې هم بالمقابل ګټې خوندي کوي، خو اوس لیدل کیږي چې طالبانو واک انحصار کړی، شیعه ګان او هزاره ګان په خطر کې دي او د ایران ستراتیژیکو ګټو ته تاوان رسوي.

 د روسیې په اړه نبیل ویلي، چې له یوه لوري یې ازبکستان طالبانو سره د اقتصادي پروژو په برخه کې همکارۍ ته هڅولی، خو له بل لوري یې تاجیکستان د طالبانو پرضد د مقاومت جبهې مرکز ګرځولی او دوه ګونې لوبه کوي.

د چین په تړاو هم دا پخوانی استخباراتي مقام ورته شننه لري. د ده په وینا، چین تمه لرله چې طالبان به یې د ایغور جنګیالیو له شره خلاص کړي، خو اوس ورته ثابته شوې، چې طالبانو دا ډله د افغانستان په خاوره کې مهار نه کړای شوه.

 رحمت الله نبیل په دې مرکه کې د طالبانو د خپلمنځیو مخالفتونو او په دې برخه کې د پاکستان د رول یادونه هم کړې او ویلي، چې د طالبانو د تحریک مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت په« تر ټولو ستر وزارت» بدل کړی، سرحدونه، هوایي ډګرونه، پاسپورټ، د ولسوالانو او قومندانانو انتخاب او کنټرول هرڅه یې په لاس کې نیولي.

هغه د ملا عمر زوی یعقوب مجاهد ته ورکړل شوی دفاع وزارت کمزوری شوی ګڼلی او ویلي، چې کوم بهرني هېواد سره د افغانستان د نه جګړې له کبله به دغه وزارت ته له ۶۰ تر ۷۰ زرو سرتېري جذب کړل شي.

نوموړی باور لري، چې پاکستان هم د طالبانو په منځ کې د حقاني ډلې پياوړتیا او ملاتړ ته ډېره پاملرنه کوي او ورسره د پاکستان پلوو تکنوکراتانو په نظام کې شاملول غواړي، خو طالبان په دې برخه کې ورسره ډېر موافق نه ښکاري.

دا افغان سیاستوال دا هم وایي، چې پاکستان د طالبانو سقوط ته سخت اندیښمن دی او باور لري، چې پر دې ډلې ۲۰ کلنه پانګونه به یې په اوبو لاهو شي.

د نبیل په خبره طالبان په هم مهاله ډول د نړیوال، سیمه ییز او داخلي ملاتړ د نه لرلو ترڅنګ د اقتصادي پاشلتیا، پر حکومتولۍ د نه پوهیدو او له ښځو او نوي نسل سره د مقاومت له سختو خطرونو سره مخامخ دي، چې د دوی واکمني پاشلای شي.

نوموړي دې ټولو ته په کتو سره دا نتیجه ګیري کړې ده، چې طالبانو کوم اساسي بدلون نه دی کړی.

طالبانو د رحمت الله نبیل دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. زمونږ سیاسون لکه سادوان په شان تل د غم او ویر سندری وای ، ویره او غم خپروی ، د حل لاری نلری ، همکاری نشی کولای ، د پوهی او لیاقت له کمبود له وجهی هیڅ نظر او سپارښتنه نلری . نو د ملت پلاره هیڅ په درد نشی دواکولا ، د قدرت په وخت هیڅ لاسته راوړنه نلری چه یاده یی کړی او نور تری پند او تجربه واخلی

  2. مننه نبیل صیب. حللارې یې ډیري دي، خو دوی د روشنفکره افغانانو او تورتم فکره طالبانو تر منځ ګیر پاتې دي. اوس نو باید څه وکړي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب