یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبشري بحران؛ د معلمۍ هیله منه ۹ کلنه افغانه په ۲ لکه...

بشري بحران؛ د معلمۍ هیله منه ۹ کلنه افغانه په ۲ لکه افغانیو وپلورل شوه

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه)سي این این ټلویزون په یوه مستند ټلویزوني راپور کې د یوې افغانې نجلۍ ژوند رسنیز کړی، چې د لوړو زده کړو او معلمۍ هیله منه وه، خو اوس یې کورنۍ د ۲ سوه زره افغانیو په بدل کې له ډېرې بې وسۍ پلورلې ده.

دا نجلۍ، پروانه نومیږي او د بادغیس ولایت د داخلي بې ځایه شویو په یوه پنډغالي کې له ۴ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

د دغې نجلۍ پلار عبدالمالک ، چې مخکې یې له غریبۍ خپله یوه ۱۲ کلنه لور هم پلورلې وه، هره شپه د ده په وینا له ډېره شرمه خوب نه ورځي او د خجالتۍ احساس کوي.

هغه د قربان په نوم ۵۵ کلن زوم ته یې، د لور د ور سپارلو پر وخت هیله وکړه چې لور یې ونه وهي او ښه چلند ورسره وکړي.

 د ۹ کلنې پروانې پلار دا هم وایي، چې کورنۍ یې ۸ غړي لري او ورځ تربلې زیاتیدونکي بشري ناورین ته په کتو فکر کوي، چې د کورنۍ نور غړي به یې هم د پاتې غړو د ژوندي پاتې کیدو او ډوډۍ لپاره یو بل پسې وپلورل شي.

پروانې هیله لرله، چې لوړې زده کړې وکړي او معلمه شي، خو د افغانستان د ټولو هیلو په شان دا هیله هم د جمهوري نظام له سقوط سره باد یوړه.

په بادغیس کې د بشري حقونو فعال محمد نعیم ناظم اندیښمن دی، چې دا وضعیت به دوام کوي او ډېرې کورنۍ به د اوج ته رسیدلي بشري او اقتصادي ناورین له کبله په همدې ډول او لا ارزانه خپلې وړې نجونې او د کورنۍ نور غړي پلوري.

طالب ویاندویانو د رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې د کابل په لویدیځ او یو شمېر نورو سیمو کې د لوږې له کبله ګڼ کسان مړه شوي، خو دا ډول مستندو راپورونو ته یې غبرګون نه دی ښودلی.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

طالبان، چې اداره یې د واکمنۍ له درې میاشتیني کیدو سره لا هم د تر ټولو نیږدې متحد او مدافع پاکستان په ګډون یې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د بشري ناورین د مقابلې لپاره د کرنې وزارت د غنمو ستراتیژیکې زېرمې سپړلي او د مزدورۍ په بدل کې یې پر خلکو وېشي.

دا څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم د افغانستان وروستۍ اسره ده، چې که زر تمامه شي، له خونړۍ ژمي، بې معاشۍ او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ۱۸میلیونه خلکو وزګاریدو ته بله اسره نه پاتې کیږي.

2 COMMENTS

  1. دداسی دردنکو او بوګنونکو پیښو په لیدو او اوریدو سره هیڅ یو با ضمیره انسان په کرار نشی پاتی کیدلی. چرته چی د لوږی او فقر له امله بی وزله افغانان د خپلو زړونو نازکی ټوکری د څو پیسو په بدل کی د لوږی او فقر له امله پلوری او ارمانونه يی د خاورو سره خاوری کوی.

    بل خوا د ارګ واکداران چی ضمیرونه يی په پردی پالۍ کی داسی مړه او مسخه شوی او خیټی يی د پردو په جوټو تر سپیږمو راپړسیدلی خو او س هم په ډیره بی شرمۍ او بی حیایۍ سره د عمری عدالت او انصاف دعوی کوی.
    کن ددوۍ ضمیرونه مړه او مسخه نه وی نو پداسی بدو حالاتو کی چی ناداره افغان خپل تنکی اولادونه پلوری او د بلا ګانو په خوله کی يی اچوی د عمری عدالت دعویداران او د جنت او دوزخ ټیکه داران د ځانمرګیو په روزلو او تقدیرولو کی او یوبل ته په مبارکیو ورکولو کی په لوکسو هوټلونو کی بوخت دی.

    په تور بازار کی ددین ایمان غیرت او ضمیر د پلورلو په بدل کی د عمری عدالت دعویداران د پردو په اوږو سواره تر ارګ هم راورسیدل او اوس هم د خپلو بادارانو د ارمانونو پوره کولو لپاره شپه او ورځ د افغان د ننګ غیرت او ارزښتونو په ورکولو او خپو لاندی کولو کی په ډیری سپین سترګی او زورواکۍ لګیا دی.
    رښتیا وا چی ضمیر دی مړ که او بیا مزی کوه.

    د ضمیر له خاوندانو می ګیله ده
    مړضمیرو ته می کله غږ رسیږی

    د هوا لوڼه په څو ټکو شوی خرڅی
    د افغان ضمیر به کله را ویښیږي

  2. په هغه افغان دې تف لعنت وي چې يوې کوچنۍ نجلۍ ته د خپل شهوت پوره کولو لپاره د بل مظلوم اولادونه ته په کمين کې وي، ای ستا په کورنۍ او په انسانیت لعنت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب