یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان او چین د افغانستان پوله کې پوځي مانورۍ کوي

تاجیکستان او چین د افغانستان پوله کې پوځي مانورۍ کوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه)تاجیکستان دا ځل له چین سره په ګډه، له افغانستان سره پخپله ګډه پوله کې د پوځي مانوریو خبر ورکړی.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یادې پوځي مانورۍ به د چین او تاجیکستان د پوځي تړون په اساس ترسره شي.

 ویل شوي، چې دا پوځي مانورۍ به له بدخشان ولایت سره د تاجیکستان او چین په پوله کې وشي.

تاجیکستان د دغو پوځي مانوریو وخت نه دی مشخص کړی.

تېره میاشت د تاجیکستان په محور، د هم ګټو هېوادونو د سیمه ییز سازمان غړو، چې روسیه یې اصلي ملاتړې وه، له افغانستان سره په ګډه پوله کې پوځي مانورۍ وشوې.

یادې مانورۍ د ۶ ورځو لپاره ترسره شوې، چې تر ۵ زرو پورې د مختلفو هېوادونو سرتېرو ګډون پکې درلود.

 په یادو پینځو زرو سرتېرو کې تر نیمایي پورې یې روسان وو.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول روسیه او چین چې له امریکا سره ښې اړیکې نه لري، د افغانستان له خاورې پرخپل ضد د ترهګریزو پېښو د ترسره کیدو اندیښنې لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا هم ویلي و، چې تر ۲ زرو پورې داعشیان د افغانستان او منځنۍ اسیا په ګډه پوله کې، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اوښتو لپاره ځای پرځای شوي.

هغه خبرداری ورکړی و، چې که دا خطر دفع نه شي، د له منځه وړلو لپاره به یې دوی لاس په کار او په افغانستان کې عملیات وکړي.

طالبان بیا وایي، چې داعش په افغانستان کې کوم ثابت مرکز او فعالیت نه لري، دوی یې ځپلای شي او نه باید د لوی ښودلو لپاره یې تبلیغات وشي.

له دې سره، شنونکي باور لري، چې که د افغانستان جمهوري نظام له هغومره پراخو امکاناتو، ظرفیتونو او نړیوال ملاتړ سره داعش مهار نه کړای شو، طالبانو ته خو یې مهارول بیخي ستونزمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب