جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ژورنالېستانو ملي ټولنه: طالبانو د رسنیو سانسور پیل کړی

د ژورنالېستانو ملي ټولنه: طالبانو د رسنیو سانسور پیل کړی

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه)د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې پر طالب چارواکو نیوکه کړې، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې یې د سیمه ییزو رسنیو سانسور پيل کړی.

د دې ټولنې مشر عبدالحفیظ بارکزي ویلي، چې دا سانسور په ډېرو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیسانو له لوري پيل شوی.

هغه دغه راز، په ولایتونو کې د طالب ولایتي ویاندویانو د نشتوالي له کبله شکایت کړی او ویلي، چې رسنۍ له دې کبله اطلاعاتو ته سم لاسرسی نه لري.

بارکزي دغه راز له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو د فعالیت قانوني خلا ډکه او په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د ده په وینا، اوس داسې کوم قانون یا تګلاره نشته، چې طالبان د هماغې مطابق له رسنیو سره تعامل وکړي.

بارکزی زیاتوي، چې په ډېرو ولایتونو کې چې څنګه طالب چارواکي غواړي، هغسې پر رسنیو خپل فرمایشات مني، ازادي یې سلبوي او په دې ډول یې د رسنیو د فعالیت ساحه تنګه کړې ده.

نوموړی په ورته وخت کې د رسنیو د اوج ته رسیدلو اقتصادي ستونزو له یادولو سره د ډېرو رسنیو د سقوط خبرداری ورکوي.

د ژورنالیستانو ملي ټولنې د رئیس په وینا، د افغانستان تر ۸۰ سلنه پورې رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د سقوط احتمال یې موجود دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی بیا وایي، چې دوی د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

نوموړي نه دي واضحه کړې، چې د اسلام په چوکاټ کې له بیان ازادۍ څخه یې هدف څه دی او دا چوکاټ به څنګه روښانوي؟

د طالبانو له واکمنیدو راهیسې سلګونه افغان رسنۍ د اقتصادي ستونزو او قیوداتو له کبله تړل شوي او وېره ده، چې دا لړۍ به د محدودو پاتې ازادو رسنیو تر تړل کیدو هم و غځیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...