ښايي خندا مو راشي چې ځینې باور لري د فکر کولو تر ټولو ښه ځای تشناب دی خو څېړنې بیا ښيي چې د ګرځېدو په مهال د انسان ذهن ښه فکر کولی شي.
کله چې ګرځو یا ګامونه اخلو، د زړه ضربان مو تېزېږي چې په نتیجه کې یې زړه وینه ژر ژر فلټر کوي، له دې امله د بدن ټول ماشین هوسا وي او ذهن هم ښه فعالیت کوي، همدا دلیل دی چې د قدم وهلو په حال کې مو ذهن ته ښه او ستر فکرونه راځي.
د جرمني نامتو فیلسوف فریدریک نیچه (Friedrich Nietzsche) وايي، د ګرڅېدو په وخت مو ستر فکرونه ذهن ته راځي.
کله چې پر پښو مزل پيل کړو، زموږ زړه تر پخوا په چټکه کار پیل کړي او د وینو پمپ کول تېز کړي، چې له کبله يې زموږ ټول بدن ته له وینې سره یو ځای اکسیجن رسیږي او طبعاً دماغ هم زموږ د بدن یوه برخه ده او هلته هم تر بل وخت اکسیجن په وخت او ښه رسیږي.
د پښو مزل یو خاص تاثیر لري، دا تاثیر داسي نه دی چې مثلا د نورو ورزشي تمریناتو څخه تر لاسه شي، لکه کلب ته تلل، او هلته درنې درنې وسپني پورته کول، یا سوک او لغتي وهل.
بلکي کله چې د پښو مزل پیل کړو، نو زموږ طبیعت او مزاج خپله زموږ د داخلي نفس سره یو خاص امتزاج پيدا کوي او زموږ د زړه دننه خبرو ته متوجی کوي او دا امتزاج زموږ د تګ په تیزوالی او یا خاص طریقه باندې له تګ سره بدلیږی را بدلیږي.
کله چې موږ پر پښو مزل کوو، نو دا یو طبیعي او عادي عمل دی چې کوم خاص ترکیز او تفکیر ته اړتیا نه لري، ځکه نو زموږ ذهنونه له دې اړخه بیغمه وي چې څرنګه باید تګ وکړو، بلکي دغه وخت کې یوازي فکري هنر ځلیږي، او الهام اخلي.
ځیني څیړني ښيي چې په شنو سیمو کې لکه باغونو، ځنګلونو، باغچو او چمنونو کې په پښو مزل کول د فکر لپاره تر هغو ځایونو ګټور دی چي انسان په خپل لاس جوړ کړی وي، لکه د ودانیو او بازارانو په منځ کې. نو که کولی شئ په ښه او ازاد ځای کې پلی مزل وکړئ او پر خپلو پلانونو فکر وکړئ.
د پورته لیکنی عنوان سهواً نا سم لیکلئ سویدئ. ( فکر ).