جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د سټرس په هکله څوخبرې / ډاکتر عیسي ستانکزی

د سټرس په هکله څوخبرې / ډاکتر عیسي ستانکزی

موږ ټول انسان د خپل چاپیریال د پاروونکو عواملو تراغیز لاندې یو دغه پارونکي عوامل کله موږ اغیزمن کوي او یا له موږ ځينې هیلې او توقعات لري د دې لپاره چې دغو غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب ورکړو باید خپل چلند بدل کړو په دې معنا چې باید ځان له دغه نوي چاپریال سره بلد کړو دلته پرانسان یو ډول فشار راځي دغه فشار د چاپیریال د پاروونکو عواملو په وړاندې د ځواب ویلو اړتیا بلل شوی نو فشار په دې معنا دی چې د چاپیریال له لوري اړتیاوو او غوښتنو ته باید ځواب ورکړل شي فشار تل منفي نه وي بلکې مثبتې اغیزې هم لري که فشار نه وي ژوند به هم  نه وي د حیات دوام فشار ته اړتیا لري البته په دې شرط چې متعادل وي.

خو که دغه فشار متعادل نه وي څه پيښیږي؟ څو کاله وړاندې په خبرونو کې راغلي وو چې په لندن کې یو میلیون کسانو د سټرس له امله تقاعد ته غاړه ایښې وه دغه شمیره یوازې د هغو کسانو وه چې تقاعد ته مجبوره شوي وو د سټرس له امله ناروغیو ،ټکرونو، معیبیتونو او نورو مسلو ته اشاره نه وې شوې.

 که څه هم زموږ په هیواد افغانستان کې ښايي دبې پروایۍ او یا نورو مسلو او عواملو له کبله دغسې فشارونو کم وي خو کله چې ژوند پرمختللی شي سټرس هم ورسره زیاتیږي دغه راز زموږ په هیواد کې د نورو ناروغیو او مسلو په شان د سټرس په برخه کې هم شمیرنې نه شته خو طبیعي خبره ده چې سترس به په لوړه پيمانه په خلکو کې موجوده وي اوکه د افغانانو روحي مسلو ته توجه وشي ښايي سترس ېې تر ټولو آسانه ناروغي یا مسله وي نو د دې لپاره چې خپل کاري  اوځوان نسل مو له دې مصیبته ساتلی وي باید دغو مسلو ته توجه وکړو ځکه چې سترس په هرې ټولنې او موسسې کې اهمیت پيدا کوي ځکه چې روحي فشارونه او سترس د کاري او ځوان نسل او ځواک په کمزورتیا کې اغیزمن عامل کیداي شي.

 د سټرس تعریف :

سټرس، فشار  او ځواک ته وايي او هر هغه محرک یا پاروونکی عامل چې په انسان کې ټنشن یا فشار رامنځته کړي سټرس پاروونکی عامل بلل کیږي په بدن کې رامنځته شوی ټنشن او یا فشار  او د بدن غبرګون ته سټرس وايي. په بله وینا هر هغه عامل چې په روح او جسم کې تاوتریخوالی او ټنشن پیدا کړي او د یوکس تعادل له منځه یوسي دغه عامل ته سټرس رامنځته کوونکی عامل ویلی شو.

کله چې انسان له سټرس سره مخامخ شي بدن یو لړ غبرګونونه ښيي ترڅو له منځه  تللی تعادل بیرته سم کړي او نظم احیا کړي په دې ډول په بدن کې دسترس نښانې پيدا کیږي چې دغه چاره سترس دی. سترس یا عصبي فشار داسې غبرګون دی چې په انسان کې د یوبل عامل د شتون له امله پیدا کیږي او د هغه کس ټول ځواک راغونډوي چې له دغه عامل سره مبارزه وکړي او په دې ډول انسان یا ژوندی موجود دتیارسي په حال کې شي.

په سترس یا د ډاکټر هانس سلیه (Dr Hans Selye) په باور د عمومي مطابقت په سندروم کې درې پړاونه جوت شوي دي.

د اخطار غبرګون:

د انسان د بدن د فزیولیوجۍ په اساس کله چې یو ناسم خبر واوریدل شي د خطر د اعلان په بڼه په مازغو کې ثبتیږي د ماغزو یوه برخه چې هیپوتلاموس بلل کیږي د دغه خبر احساسات او عواطف تفسیروي هیپوتلاموس په الکترو کیمیاوي بڼه دغه اخطار د هیپوفیز په نامه یوې غدې ته آستوي دغه غده د جمجې یا د سر د کپرۍ په مرکز کې ده کله چې په الکترو کیمیاوي بڼه دغه غده اخطلر ترلاسه کړي د دې لپاره چې د پښتورګودپاسه دوه نورې غدې تحریک کړي یو ډول هورمون ترشح کوي دغه راز د بدن نورې غدې لکه ادرنل غدې  هم فعاله کیږي او د کورتیکوئید په نامه هورمون ترشح کوي او دغه هورمونونه ټول په وینه کې جریان پيدا کوي او د بدن نورې غدې هم دغه پيغام ترلاسه کوي او په دې لړ کې طحال هم د وینې جریان ته سره کریوات یاد وینې سرې حجرې زیاتوي او د وینې د غوټه کیدا یاپڼیدا قدرت زیاتوي او ورسره د بدن حجرو ته اضافي اکسیجن او خواړه رسول کیږي، ځیګر هم قندي مواد او ویټامینونه د وینې جریان ته زیاتوي د زړه ټکان زیاتیږي، وینه له پوستکي د بدن د داخلي غړیو او عضلو په لورځي په دې ډول لاسونه او پيښې سړیږي او د بدن ټول ارګانیزم د حملې، تیري او یا دفاع لپاره چمتو کیږي.

چې له دې ورسته بدن د مقاومت پړاو ته ځي طبعاً په دغسې حالت کې بدن انرژي مصرفوي او هغه هیواد ته ورته وي چې د جنګ لپاره تیاریږي او هر جنګ ډیر لګښتونه لري.

د مقاومت ګام یا پړاو:

په دې پړاو کې چې ممکنه ده له څو ساعتونو تر څو ورځو پورې دوام وکړي بدن د فشار له عامل سره د مبارزې او مقاومت لپاره بسیج کیږي که دغه دبدن د غړیو حشر یا یوهیړ کیدل دوم وکړي نو ورو ورو ېې زیرمې خلاصیږي همغه ډول چې کله یو هیواد له بل هیواد سره جنګ کوي او دغه جنګ د هغه زیرمې تشوي.

د ورستیدا یا کمزورتیا پړاو:

په دې معنا چې د بدن انرژي او ځواک کمیږي او په دې ډول د ناروغیو په وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي او دا همغه پړاو دی چې بیلابیلې ناروغۍ ځان ښکاره کوي او ممکن له زکامه رانیولې تر ډیریو نورو ناروغیو پورې ځان ښکاره کوي.

نوربیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب