دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ط وياند: که امريکا مو په رسميت ونه پيژني، نړۍ ته...

د ط وياند: که امريکا مو په رسميت ونه پيژني، نړۍ ته به ستونزې وزيږوي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد خبرداری ورکړی، چې که امريکا متحده ايالات د طالبانو رژيم په رسميت ونه پيژني، د افغانستان ستونزې به دوامداره اونړۍ ته به هم ستونزې رامنځته شي.

د هغه په وينا، د طالبانو او امريکا د تېرو جګړو دليل هم د دواړو لوريو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی و.

طالب وياند د دوی د رژيم د په رسميت پېژندلو لپاره په شرايطو برابر ګڼلی او ټينګار کړی، چې دا کار يې حق دی او نړۍ يې حق بايد ورکړي.

متحده ايالاتو او نورو هېوادونو بيا ويلي، چې طالبان بايد د رسميت موندلو لپاره د بشري او ښځينه حقونو تامين، ټول ګډونه نظام جوړیدو د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې عملي تضمين وړاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نيږدې درې مياشتې په پوره کيدو دي، خو د دوی اداره تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون يې د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

له دې سره متحده ايالاتو دافغانستان نيږدې ۱۰ ميليارده ډالره پانګه کنګل کړې، اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی او تر ۲۳ ميليونه پورې افغانان سخت وږي دي.

د هغو ماشومانو شمېر، چې د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي، ۳ ميليونه ښودل شوی دی.

له دې سره، مختلفو ولايتونو څخه د لوږې له کبله د يو شمېر خلکو د مړينې راپورونه ورکړل شوي.

تېره اونۍ يوازې د کابل په لويديځ کې د يوې کورنۍ د اتو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو، چې د لوږې له کبله مړه شوي وو.

طالبانو له داسې کورنيو سره د مرستو پر ځای په دې اړه ورکړل شوي راپورونه رډ کړي دي.

1 COMMENT

  1. امرکائیان او انګریزان هم عجیبه خلګ دی.
    زبیهولا مجائید ئې د ځوانۍ په دوران کی د لندن په ډیسکوټیک او د MI6 په روزنیز مرکز کی په رسمیت پېژانده خو د کابل په ” ارګ ” کی ئې په رسمیت نه پېژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب