جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهصالح: ط د افغان فرهنګ نابودۍ ته ګومارل شوي، دوی به نابود...

صالح: ط د افغان فرهنګ نابودۍ ته ګومارل شوي، دوی به نابود شي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال د موسيقۍ غږولو له کبله د ۳ تنو د وژل کيدو او ۱۰ نورو د ټپي کیدو پېښه غندلې ده.

نوموړي په يو لړ ټويټونو کې طالبان د يادې پېښې مسوول ګڼلي او ويلي، چې خپله غوسه يوازې د پېښې په غندلو نه شي ښکاره کولای.

د صالح په وينا، پاکستان ۲۵ کاله طالبان په دې خاطر روزلي، چې افغان فرهنګ له منځه يوسي او د دې فرهنګ پر ځای د ای ايس ای لخوا ور ښودلی تبعيضي فرهنګ عملي کړي.

ښاغلی صالح خبرداری ورکوي، چې د طالبانو رژيم دوام نه کوي، خو تر نابودۍ به یې افغانان ډېرې قربانۍ وګالي.

نوموړي ټينګار کړی، چې طالبان باید ورک کړل شي او د دې کار لپاره بايد ملي مقاومت غښتلی شي.

طالبانو بيا ويلي، چې د ننګرهار پېښه د دوی د کسانو په جامه کې شوې، چې ۳ تنه یې په تور نیول شوي دي.

البته طالبان رسمآ د موسيقۍ خلاف دي، تر ملي سروده پورې يې په ټولو سندرو او موسيقۍ بندیز لګولی او په ځینو سیمو کې یې وسله والو ډېر ځوانان د موسيقۍ اوریدو په تور وهلي ډبولي دي.

طالبانو د امرالله صالح وروستيو تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلی صالح په وروستيو ورځو کې پر ټولنيزو رسنيو ډېر فعال شوی او په منظم ډول د طالبانو د کړنو په اړه خپل پیغامونه او غبرګونونه شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب