جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکا د ط په مرسته ۶۰۰ نور امريکايان او افغانان له هېواده...

امريکا د ط په مرسته ۶۰۰ نور امريکايان او افغانان له هېواده ایستلي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) امریکايي چارواکو ویلي، چې د اګسټ میاشتې له پايه تر اوسه يې تر ۶۰۰ پورې امريکايي او افغان وګړي له افغانستان څخه ايستلي دي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس ويلي، چې په دې کسانو کې ۳۴۶ تنه امريکايي اتباع او ۲۴۵ تنه افغانان شامل دي.

د نوموړي په وينا، طالبانو تېره اونۍ هم د هغو امریکایانو او افغانانو په ويستو کې مرسته ورسره کړې، چې متحده ایالات ځانګړی تعهد ورته لري.

سرچينې د ايستل شويو کسانو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

طالبان ادعا لري، چې له واکمنیدو سره، يې په افغانستان کې پوره امنيت راوستی او هیڅوک له خطر سره نه دي مخ شوي.

خو نيږدې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سيمو راپور خپريږي، چې له جمهوري نظام سره د دندې، مطبوعاتي، مدني او نورو فعاليتونو له کبله طالبان يو شمېر افغانان وژني.

طالبان بيا په دې وژنو کې خپل لاس لرل ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب