یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمحقق: افغانان د طالب او داعش تر منځ د يوه انتخاب کې...

محقق: افغانان د طالب او داعش تر منځ د يوه انتخاب کې را ګیر کړل شوي

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د افغانستان یوه هزاره مشهور هزاره سياستوال حاجي محمد محقق ویلي، چې افغانان د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د يوه په انتخاب کې ايسار کړل شوي دي.
نوموړي ويلي، چې له طالبانو څخه ورځ تر بلې ډېريدونکې خوابدي به داعش ډلې ته د خلکو د ورماتیدو کچه لوړه کړي.
‏محقق، چې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي او امنیتي چارو سلاکار و، په وروستيو کې يې د طالبانو پر ضد د مقاومت د عالي شورا په جوړیدو کې نقش لرلی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
نور افغان شنونکي او سياستوال هم د طالبانو په لاس د حکومتولۍ او افغان اقتصاد له منځه تلل د داعش ډلې د پياوړتيا یو قوي احتمالي دليل ګڼي.
داعش ډلې په داسې وخت کې، چې د طالبانو د واکمنۍ له کبله تر ۱۸ ميليونه پورې افغانان وزګار شوي او ۲۳ میلیونه نور په شدید فقر اخته دي، د جلب و جذب لړۍ د افغانستان په مختلفو برخو کې چټکه کړې ده.
څو ورځې مخکې د طالبانو په یوه مهم مرکز ارزګان ولايت کې داعش ډلې خپل بيرغونه پورته او ورسره يو ځای کیدونکو خلکو ته د مياشتې د ۳۰ زره افغانۍ معاش اعلان وکړ.
د سیمې او نړۍ یو شمېر مهم هېوادونه هم په افغانستان کې، د داعش ډلې د چټک پرمختګ او نړۍ ته په يوه لوی سرخوږي جوړیدو انديښمن دي.
طالبان بيا په دې اړه اندیښنې نه تاییدوي او د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب