جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل کې د ايراني ټلویزیون کامره مین ويشتل شوی

کابل کې د ايراني ټلویزیون کامره مین ويشتل شوی

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه)د ايران د صدا او سیما ټلویزیون کامره مین ‏علیی رضا شریفي، پرون مازيګر په کابل کې د ناڅرګندو وسله والو په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی دی.

ويل شوي، چې پر نوموړي دوو موټر سايکل سپرو کسانو ډزې کړي دي.

دا ایرانی کامره مین د ډزو پر وخت ۷ ډزه لګیدلی او بريدګر وروسته تښتیدلي دي.

نوموړی تېره شپه په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

معلومه نه ده، چې اوس د نوموړي روغتيايي وضعيت څنګه دی؟

د طالبانو له واکمنیدو راهيسې، دا لومړی ځل دی چې يو ايرانی مطبوعاتي فعال له ورته پېښې سره مخ کیږي.

تر دې مخکې، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د ۱۲۰ په شاوخوا کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مختلفو پېښو خبرونه ورکړل شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر دوی نیوکه ده، چې د نورو اتباعو ترڅنګ یې افغان خبریالان هم له هدفي وژنو او پېښو نه دي ژغورلي.

په ډېرو برخو کې د داسې پېښو پړه خپله پر طالبانو اچول کيږي، خو دوی یې مسووليت نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...