دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو سياستونه له عمقه د...

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو سياستونه له عمقه د بشري حقونو ضد دي

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د بشري حقونو د څار سازمان يوه مشره هدر بار وايي، چې طالبان نړیوالې ټولنې ته د ځان ښه ثابتولو ډېرې هڅې کوي، خو سياستونه یې له عمق څخه د بشري حقونو خلاف او تبعیض زيږونکي دي.

د نوموړې په خبره، د ښځو د حقونو، بشري حقونو او نورو نړيوالو ارزښتونو په اړه د طالبانو ډېری کرنې نمايشي او غولونکې دي.

دا نړيواله بشري مدافع ټينګار کوي، چې نړيوال بايد د طالبانو په اړه له ژور فکر او څېړنو وروسته دوی ته خپلې واضح غوښتنې وړاندې او د عملي کیدو لپاره یې مشخصې غوښتنې ورڅخه وکړي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا ډله له هېواده بهر، بهرنيو ديپلوماتانو ته د بشري حقونو د تامين ډاډ ورکوي، خو په کور دننه یې مشران او چارواکي بشري حقونه او نور ارزښتونه غربي ښکېلاک او پروژې ګڼي.

طالبان له پخوا څخه د بشري او ښځينه حقونو په پراخه نقض تورن دي.

دا سخت دريځه ډله د اسلامي شريعت په نوم ډېر بشري او انساني ارزښتونه ردوي او مخالفت ورسره څرګندوي.

1 COMMENT

  1. چی دزړه مینه يی نه وی

    مین يی مه کړی دملا په تعویذونو

    ټول افغانان چی په سر کی لږ او ډیر عقل ولری او حق ته حق او باطل ته د باطل ویلو توان لری پدی پوهیږی چی تالبان نه یوازی د بی وزلو افغانانو بنیادی بشری او اسلامی حقونه تر خپو لاندی کوی بلکه د اسلام د سپیڅلو شعارونو او سمبولونو تر شا هغه کړنی په ښکاره ډول تر سره کوی چی د اسلام او انسانیت سره هیڅ تړاو نه لری.

    دوۍ خپله هره کړنه که څه هم هر څومره د اسلام د اساسی ارزښونو سره په ټکر کی وی د ځان لپاره روا او حلاله ګڼی.

    د مثال په توګه پرته له محکمی اسلام هیچاته اجازه نه ورکوی چی خلک دلارو کوڅو په سر ووهی او ويی ټکوی او یا يی شکنجه کًی. دخلکو وژل او بنیادی حقونه يی غصب کول خو ډیره لویه خبره ده.

    همدغه راز دا د هیچا نه پټه نه ده چی تالبانو واکمنۍ ته د رسیدلو لپاره ډیر بی ګناه انسانان د لارو په سر او بازارونو کی په بمونو والوځول او بیا يی لا ورباندی د غلامانو مرتدانو او دوزخیانو ټاپی هم ولګولی. ته به وایې چی ګواکی دوۍ د دنیا خدایان او دجنت او دوزخ ټیکه داران دی.

    همدغه راز دخلکو نه د ټوپک د شپیلۍ په زور د خپل لا درکه امیرالمومینین لپاره بیعت اخستل په کوم مذهب کی جایز کار دی اسلام خو لا ډیره لری خبره ده.

    د نړیوالو سره دتالبانو دروغجنی وعدی د هغو لړیو یوه برخه چی په خلکو او نړیوالو دا ومنی چی تور ته سپین او شپی ته ورځ او تور جهالت ته انسانیت او عدالت ووايی. ولې دوۍ پدی کارونو خلک نه بلکه یوازی خپل ځان تیرباسی او خپل ځانته په خپل لاس قبر کندی.

    د پښتو هغه متل دی چی کوږ بار تر منزل نه رسیږی

    او بل هغه متل چی یو سړی کولې شی ځنی خلک د تل لپاره تیر باسی خو ټول خلک د تل لپاره هیڅکله نه شی تیریستلی.. تالبان غواړی چی ټول افغانان او نړیوال د تل لپاره په خپلو چالو نو تیرباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب