جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد طالبانو روغتيا وزير: د کرونا تلفات خورا ډېر شوي

د طالبانو روغتيا وزير: د کرونا تلفات خورا ډېر شوي

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د طالبانو د واکمنۍ د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي، چې په افغانستان کې د کرونا ويروس له کبله د مرګ کچه خورا لوړه شوې ده.

نوموړي په يوه تازه وينا کې وويل، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته افغانستان ته د کرونا ويروس پر ضد واکسین نه دی را رسېدلی.

طالبان وايي، چې اوس یې له روسیې او چین څخه د ‌کرونا ويروس د ‌نورو واکسینونو د استولو غوښتنه کړې ده.

ډاکټر عباد د کرونا ويروس د تلفاتو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

مخکې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هره ورځ د کرونا ويروس د پېښو په اړه ورځیني معلومات خپرول.

د طالبانو له واکمنیدو سره، دا لړۍ په ټپه درېدلې ده.

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي په دوحه کې د یوې وینا پر مهال وويل، چې طالبانو کرونا ويروس په داسې ډول مهار کړی، چې دنيا ورته حیرانه پاتې ده.

نوموړي د خپلې دغې ادعا په اړه نور جزییات نه وو ورکړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د افغانستان روغتيايي نظام هم مخ په سقوط روان دی او یوه لویه برخه نړیوالې مرستې یې په دې برخه کې له لاسه ورکړي.

نړيوال په روغتيايي برخه کې هم، په افغانستان کې د يوې دردونکې فاجعې د رامنځته کيدو انديښنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب