(بد مرغه) فلم ته يوه کتنه
که ګناه وه خو د ورور وه
دا بدمرغه خو په کور وه
نه قاتله نه د زور وه
تش په دا چې دا يې خور وه
بس په دومره ګناه ولاړه
ولاړه ولاړه څانګه ولاړه
بدمرغه د هغه پښتو هنري فلم نوم دى چې د هيواد د کلتوري ټولنې له خوا په ننګرهار ولايت کې جوړ شوى دى.
ددغه فلم کيسه د يوې بد مرغې نجلۍ (څانګې) د غمجن ژوند کيسه ده، چې زموږ په ټولنه کې د موجودو ناوړه رواجونو له وجې يې مينه نيمه خوا پاتې شوې ده. څانګه چې يوه وشنده پيغله ده له خپل مين سره چې د تره زوى يې دى د يوه نيکمرغه واده رنګين خوبونه ويني. دواړه مينان لا وصال ته نه وي رسيدلي چې د څانګې ورور د اوبو پرسر دملک له زوى سره جګړه کوي او هغه وژني. دڅانګې ورور له دې پيښې وروسته له سيمې څخه بل ځاى ته تښتي او کورنۍ ته يې د ملک بدي ور په غاړه کيږي. د کلي دسپين ږيرو جرګه د دغو دواړو کورنيو د روغې جوړې لپاره پريکړه کوي چې څانګه د ملک پنځوس کلن زوى ته په بدو کې ورکړي. دغه پريکړه ډير ژر او بې له کوم مقاومته عملي کيږي او څانګه په ډولۍ کې چې دجنازې کټ ته ورته ده دخپل پلار د دښمن کورته وديږي.
د خاوند په کور کې دڅانګې ژوند په سور دوزخ بدليږي. په نوي کور کې هيڅوک د انسان په سترګه نه ورته ګوري هره ورځ وهل ټکول کيږي. په پاى کې یې ظالم خاوند په يوه کوټه کې بندي کوي او ورته ويل کيږي تر څو چې ژوندۍ وي په همدې توره جونګړه کې به بندي وي. زخمې څانګه يوازې په کوټه کې ژاړي له خپل دوزخي ژوند څخه د خلاصون يوازني لاره د ځان سوځول ورته ښکاري د تيلو ګيلن را اخلي او ځان ته اور اچوي. فلم د اور په لمبو کې د بدمرغه څانګې په سوځيدلو پاى ته رسيږي.
(بد مرغه) د څانګې په ژړا او سويو نارو پيليږي، دکلي ماشومان د ژړا د معلومولو لپاره ددې د کور مخې ته راټوليږي دکلي نورې ميرمنې چې د بدمرغه څانګې له غمجن ژونده خبرې دي په ژړاندو سترګو د خپلو کورونو له بامونو څخه د څانګې کورته ورګوري. هلته په خونه کې څانګه د خپل بې رحمه خاوند ترلغتو او سوکانو لاندې ژاړي او دبې وسۍ چيغې وهي.
د څانګې د پيغلتوب، مينې او ورپسې بدمرغه واده کيسه د دوى د يوې ګاونډۍ له خولې تصويريږي، چې هغه يې دخپل ورور د پوښتنې په ځواب کې هغه ته کوي. د فلم صحنې په ښه ډول انتخاب شوې دي د فلم زياتره برخه په ښکلو منظرو کې اخيستل شوې ده او ددغه فلم هره صحنه د ليدونکي په زړه کې تلوسه زياتوي. د څانګې په ژړا او فريادونو د فلم پيل د تلوسې په زياتولو کې مرسته کوي. ددې ژړا او فريادونه د ليدونکي په ذهن کې پوښتنې راولاړوي:
څانګه ولې ژاړي؟ دا څوک دى چې ورته وايي بدمرغې وژنم دې، ژوندۍ دې نه پريږدم؟ دا ولې بدمرغه ده؟ او دې څه ګناه کړې ده؟ د فلم نږدې هره صحنه تر ډيره دغه ښه والى لري چې دليدونکي تلوسه زياتوي او له ځانه سره وايي چې اوس به څه پيښيږي.
د فلم اخيستلو ځايونه په دقت انتخاب شوي. په ګودر د نجونو يوځاى کيدل له خپل مين سره د څانګې د ليدلو سيمه، د خاوند کورته د څانګې د وړلو بيلابيل ځايونه، د کلي هوجره او ديره، کلى، د جامو مينځلو پر وخت دکور انګړ او نور…
د ميرمنو او د کلي د نورو اوسيدونکو جامې په دقت انتخاب شوې دي. سره له دې چې په فلم کې افکټونه لږدي خو چې کوم دي هغه تر ډيره پر ځاى راغلي دي.
په فلم کې د نه منلو وړ مبالغه نشته، د ځینو نورو فلمونو په څیر یو تن په کې په یوه وار لس پنځلس تنه نه دي را څملولي او نه یې په سوک کلا ورانه کړې ده، نه هم د فلم اصلي کرکتر د شپاړلسمې پیړۍ د رومانسونو غوندې نه ماتیدونکی پولادي شخصیت دی. د څانګې د تره زوی چې له دې سره مینه لري کله چې ویني مینه یې د ټولنې د بې ځایه رواجونو قرباني شوې ده، یوازې اوښکې تویوي او له لیرې د څانګې د ډولۍ د وړلو صحنې ته په سرو سترګو ګوري.
د څانګې د ډوډۍ د وړلو په وخت کې سندره په زړه پورې ده. ددې ترڅنګ چې د سندرې شعر د فلم له موضوع سره اړخ لګوي، یوازنی افغاني فلم دی چې سندره یې نوې او دې فلم ته ځانګړې شوې ده او له نورو پخوانیو سندرو څخه نه ده انتخاب شوې.
د سندرې د شعر څوبیتونه دلته رانقلوم:
نور به خپل نه شې ارمانه
اوس دې خپله برخه ژاړه
ولاړه ولاړه څانګه ولاړه
د وختونو په تیارو کې
د وحشت په زولنو کې
د ژوندو په هدیرو کې
ناانډوله رواجو کې
څنګه ورک شوو سره دواړه
ولاړه ولاړه څانګه ولاړه
څانګه لاړله تالا شوه
بدله په بدو بیا شوه
سر په ویر او واویلا شوه
په واده سړي سودا شوه
پسې ژاړې نجونې واړه
ولاړه ولاړه څانګه ولاړه
ای د وخت درنو مشرانو
مخورو مخکښانو
سوچ په کار دی هوښیارانو
مسوولیت دی درپه غاړه
ولاړه ولاړه څانګه ولاړه
سره له دې چې د بدمرغه فلم ځینې فرعي لوبغاړي پخپلو رولونو کې بریالي نه ښکاري، ځینې یې لکه د څانګې خسر او دڅانګې مور خپلې مکالمې ښې نه شي ادا کولی او کله کله داسې معلومیږي چې د کاغذ له مخې یې لولي خو د فلم اصلي کرکټرونه څانګه، د څانګې پلار، دهغې د تره زوی او خاوند پخپلو رولونو کې بریالي دي په تیره پلوشه چې د څانګې په رول کې کار کوي ډیره بریالۍ ده. دا کولی شي چې په یوه وخت کې څو مختلف او آن یو دبل مخالف حرکتونه ترسره کړي، کله کله ژړا او خندا په یوه ځای کوي، کله چې د کلي له مرکې څخه د هغې پلار بیرته راستنیږي او وایي چې د وژل شوي د پلار خبره یې ومنله، دا خوشحاله کیږي، خو چې هغه وایي دایې پنځوس کلن سړي ته په بدو کې ورکړې او بن هم لري په یوه شیبه کې یې څیره بدلیږي او په ژړا له ځایه ولاړیږي. یا په بله صحنه کې کله چې د مور له خولې خبریږي چې ورور یې د اوبو په وار د ملک له زوی سره جنګ کړی او هغه یې وژلی دی، تسیا وسیا کیږي خو لویږي نه. همداسې کله چې کالي مینځي او خواښي ورسره جنګ کوي او بیا یې وهي او یا په نورو صحنو کې چې وهل کیږي داسې مظلومه او محرومه ښکاري چې د هر نازک زړه خاوند ژړولی شي. همدارنګه رحیم هم پخپل رول کې بریالی دی. دی ډیرې خبرې نه کوي خو له څیرې یې هرڅوک پوهیږي چې پر زړه یې څه تیریږي.
په (بدمرغه) فلم کې موزیکونه هم تر ډیره په دقت انتخاب شوي دي او په مناسبو ځایونو کې راغلي دي. کله چې څانګه د خپل خاوند له خوا وهل ټکول کیږي ورسره غم لړلی موزیک صحنه لاپسې غمجنه کوي، دغه راز د فلم په پای کې د سندرې موزیک هم پر ځای راغلی دی، دسړي سترګو ته د فلم صحنې یو ځل بیا دروي.
خو ددغه فلم په باره کې داسې خبرې هم شته چې کیدای شي په راتلونکي ورته توجه وشي او دغه نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي. دفلم ځینې ډیالوګونه ډیر رسمي او په عام فهمه ژبه نه دي. په فلم کې تر مثبتو رولونو منفي رولونه زیات دي. بله خبره دا چې فلم ژر ختم شوی کیدای شوای نور هم غځیدلی وای او دفلم د قهرمانې د ژغورنې لپاره یوه بله لاره لټول شوې وای چې یو مثبت پیغام یې هم لیږدولی وای.
په بدمرغه فلم کې نورې نیمګړتیاوې هم سته چې د یادولو وړ دي. په کوټه کې د څانګې د بندې کولو لپاره پوخ دلیل نشته، دا سمه ده چې دایې په بدو کې ورکړې ده او لکه د نورو داسې نجونو ژوند یې باید د پلار د دښمن په کور تریخ وای که بندي کیده باید لا په اوله ورځ بندي شوې وای خو وروسته په یوه کوچنۍ خبره عمري بندي کیږي کیدای شوای یوه بله بهانه ورته پیدا شوې وای.
همدارنګه کله چې څانګه په یوه کوټه کې ایساریږي په کوټه کې د تیلو ګیلن او اورلګیت تیار ایښي وي په داسې حال کې چې دا کوټه داسې کوټه نه ده چې باید د تیلو ګیلن پکې ایښی وي.
په ټوله کې(بدمرغه) فلم د افغاني سینما یوه نسبتآ بریالۍ هڅه بللی شو. هیله ده په راتلونکي کې داسې فلمونه که په وطن کې ممکن نه وي په بهر کې د افغان سینما ګرانو او فرهنګي ټولنو لخوا نور هم جوړ شي.