شنبه, اپریل 20, 2024
Home+چين درناوی او احترام کوي، امريکا سترګې پټوي

چين درناوی او احترام کوي، امريکا سترګې پټوي

ډیوه، بیجنګ- چین

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي څو ورځي مخکې د قطر په دوحه کې د افغانستان د لنډ مهاله حکومت له سرپرست خارجه وزير امير خان متقي سره ليدنه وکړه. وانګ يي د ليدنې په ترڅ کې څرګنده کړه، چې چين  د افغانستان درناوی کوي، د دغه هېواد د حالت له مخې د پرمختګ لارې او د ادارې بڼې یې درناوی کوي، د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا درناوی یېکوي او دغه راز د دغه هېواد د لنډ مهاله حکومت د ادارې د  عيني حقيقت درناوی کوي.په دغو خبرو کې کليدی کلمه درناوی کول دي،چې چين د افغانستان د مسئلې په هکله تل دغه هېواد ته د درناوی دريځ غوره کوي.د  درناوي او احترام پر بنسټ،زيات شمېر افغان وايي چې چين هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېڅکله د دغه هېواد له ملي حاکميت څخه  تېری نه کوي.

شلو کلونو مخکې ته ګورو،د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر مياشت کې د امريکا د وخت حکومت پر افغانستان تېری وکړ ،وروسته یې اعلان وکړ، چې افغانستان تش په نامه ازاد ډيموکراتيک هېواد ته تعديل کړي چې معيار د امريکا په شکل ديموکراسي ده، خو د افغانستان ملي حاکميت او ولس ته يې نه کتل. له شلو کلونو وروسته رامنځته شوي حالت ، چې په افغانستان کې د امريکا دا ثابته کړه، چې نظامي مداخله کول او  د تسلط او بادارۍ سياست دواړه ناکام شوي. د امريکا په شکل ډيموکراسي د افغانستان له حالت سره سمون نه خوري چې کمزورتيا او نيمګړتيا په څرګنده توګه ښکاره شوي. لامل يې دا دی، چې امريکا په افغانستان کې د جنګ له پيل څخه له دغه هېواد څخه د پوځ تر وتلو پورې د دغه هېواد  پر ملي حالت، ملي حاکميت او د خلکو پر نظريو سترګې پټې کړې. ددغه بې پامۍ له امله په لسګونو زره افغان بې ګناه ولس د امريکايي پوځ په بريدونو کې ووژل شول او  ګڼ شمېر یې په مجبوره توګه له وطن څخه نورو ځايونو ته کډه شول. 

چين په ډيپلوماتيکې تګلارې کې له نورو هېوادونو سره د سوله ايز ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار کوي، چې يو د بل د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا درناوی کوي، يو  پر بل تيري نه کوي، يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، يو بل ته په مساوي توګه ګوري او ګډې ګټې تر لاسه کوي، په سوله کې ګډ ژوند کوي. چين د پرمختګ په هر پړاو کې پرمختللو او يا پرمختيايي ، لويو او کوچنيو هېوادونو ته د کتلو په وخت کې ټولو ته پر دغو اصولو ټينګار کوي. چين د افغانستان د ملي حاکميت د  درناوي پر بنسټ د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو سره تماسونه ساتي، د دغه هېواد د ولس د ټاکنو احترام کوي او د دغه هېواد د سوله ايز بهير او د بيا رغونې په بهیر کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. 

د روان کال په اګست کې امريکايي پوځ له افغانستان څخه په بېړنۍ او بې منظمه توګه وتلی او ورپسې د دغه هېواد د مرکزي بانک سترې پانګې يې کنګل کړي.د امريکا بې مسئولانه کړنې د افغانستان د بيا رغونې په لارې کې لا زياتې ستونزې جوړې کړې دي. چين د افغانستان د دوست ګاونډي او لوی مسئول هېواد په توګه تل د دغه هېواد بشري بحران او د ټولنې او خلکو د پرمختګ ستونزو ته پاملرنه کړېده. چين په لومړي وخت کې اعلان وکړ، چې افغانستان ته د دوه سوه ميليونو يوانو په اندازه غلې دانې ،په روان ژمي کې د مشکياتو د حلولو لپاره توکي،د کرونا ضد واکسين او درمل برابر کړي، چې تر اوسه پورې د لومړۍ جوپې توکي افغانستان ته رسيدلی دي او ولس ته ورکړل شوي. برسيره پر دې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چين ته د افغانستان د ځانګړو توليداتو د صادراتو  او چين ته د افغانو زده کوونکو د ليږلو په هکله له افغانستان سره د نظريې تبادله وکړه او دغه راز په خپله له افغانستان سره د مرستو دعملي کولو په وخت کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ، چې د افغانستان د درناوي او ورته د مساوي کتلو د رويې پر بنسټ د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو سره تماس ونيسي. بېلا بېلې خواوې بايد پر دې بنسټ په ګډه له افغانستان سره مرسته وکړي چې ژر اوسني بحران حل کړي. 

له دويمې سړې جګړې وروسته امريکا په ټينګه توګه وغوښتل چې د نړيوالو مشر وګرځي او ځان ته د لومړيتوب پر بنسټ د تسلط او يو اړخيز پر اصولو ټينګار کړی دی. امريکا لويو هېوادونو ته د کتلو په وخت کې بېلا بېلې لارې استفاده کړې چې د دوی د پرمختګ مخه نيسي. امريکا کوچنيو هېوادونو ته کتلو په وخت کې د خپلو ځواکونو له مخې  ورباندې فشارونه اچولي دي، د کوچنيو او ضعيفو هېوادونو ملي حاکميت ته پاملرنه نه کوي، د وروسته پاتې هېوادونو د خلکو  پرمشکلاتو سترګې پټوي، چې ټول فعاليتونه د ځان د سياسي او اقتصادي ګټو لپاره خدمتونه کوي.افغانستان يو داسې هېواد دی چې د امريکا د نظامي مداخلې او قدرت جوړولو له  امله ويجاړ شوی دی. 

امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځونو له ايستلو وروسته دغه هېواد ته ډېرې ستونزې جوړې ، خو امريکا چې ځان ته د نړيوال مشر په حيث ګوري، خپلې دندې نه دې اخيستي څو د افغانستان له ولسونو سره مرسته وکړي چې ژر هېواد بيا اباد کړي، خو په دغه هېواد کې پربشري مصيبتونو سترګې پټوي او په لومړي وخت کې د دغه هېواد ۹ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه ډالرو پانګه یې کنګل کړېده. له دې امله د افغانستان بيا رغونې کارونه له لا زياتو ستونزو سره مخ دي. امريکا په دې وخت کې چې افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري، د دغه هېواد د خلکو ريښتني غوښتنې ته نه ګوري، د افغانستان د مسئلې په هکله خپلو تيروتنو ته نه ګوري،چې له پيل څخه تر پايه پورې نامسئولانه. سره له دې چې امريکا تازه ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به ۱۴۴ ميليونه ډالره ورکړي، خو افغانستان او نړيواله ټولنه څنګه باور  وکړي؟ د افغانستان انټرنيټ کارکوونکو په دغه خبر کې کمنتونه کړي، چې دا يو تصوير دی، مرسته دې نکوي، د افغانانو خپلې پيسی دې ازاد کړي…….

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    آمریکا د کاپیټالیزم مشر ،او چین د آیډیالوژۍ له مخې کومونیست او اقتصاداََ آزاد بازار پر مخ وړي.
    راشئ چې اول اسلامي ممالکو او بیا پخوانیو سوسیالیست یا سوشیل-امپریالستانو ؛ همدا رازد اروپايي ډیموکراتانو او ټکنوکراسیو څخه وغواړو چې تاسې د بشر د حقونو نعرې وهئ! تاسې د ملل متحد د منشور غړي یاستۍ!! تاسې د امنیت شوری غړي وئ( په ۲۰۰۱ کې مو) د بووش مووش په درواغو سترګې پټې کړې او میلوونهاوو انسآنان مو افغانستان ،عراق، سوریه … کې ووژل . ښارونه، کلي او ژوندونونه مو ورته ختم کړل! د دې پر ځای چې د هغو تاوانونه مصیبت ځپلو ته ورکړئ لا هم ېې پر ستوڼي پښې ږدئ او په دې ساړه مني او ژمي کښې ېې خپله بودجه کنګلوئ؟. د الله ، ملایکو، او ښو چینایانو او شهیدانو او حتی هندوانو! لعنتونه دې پر داسې بی وجدانه او بې ضمیره تش په نامه انسانانو او انساناتو شي خوچې په اصل کې ابلیسان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب