پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهد ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردف نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.

د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح اله مجاهد پر ټویټر يوه ويډيو خپره کړې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او یوشمیر نور چارواکي د پکې د ترکمنستان د پلاوي هرکلی کوي.

طالبانو تیره اونۍ ویلي و چې د ترکمنستان پلاوی د افغانستان له لارې د تاپي پروژې د ګازو د پایپ لاین د تیریدو لپاره کابل ته راځي.

ټاپي پروژه د افغانستان له لارې، د سيمې يو شمېر هېوادونو ته د ترکمنستان ګاز لیږدوي.

د دې پروژې چارې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې پيل شوې وې، خو د طالبانو د وسله وال مزاحمت له کبله يې چارې مخته نه تلې.

اوس طالبانو ترکمنستان ته له یادې پروژې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

شنونکي له ورته پروژو سره د طالبانو تعامل ته په دې اندیښمن دي، چې تخنيکي پوهه نه لري او ممکن بهرني هېوادونه يې تېر باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...