دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمتقي د القاعدې غړی په اسلام اباد کې د سفارت لومړی سکرتر...

متقي د القاعدې غړی په اسلام اباد کې د سفارت لومړی سکرتر ټاکلی

تاند:( جمعه، د عقرب اوومه) راپورونه وايي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د طالبانو يو غری، چې پاکستان له القاعدې ډلې سره د غړیتوب په تور نیولی و، په اسلام اباد کې د سفارت لومړی سکرتر ټاکلی دی.
ويل شوي، چې دا کس سردار محمد شکيب نوميږي.
د افغانستان انترنشنال ټلويزيون په راپور کې راغلي، چې شکيب په ۲۰۰۳ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوی و.
د طالبانو يوه مشر ياد شوي ټلويزيون ته وويل، چې سردار محمد شکيب په کندهار کې د بن الشيبه په مستعار نوم له القاعدې ډلې سره اړيکې لرلې.
ويل شوي، چې نوموړی اصلآ د زابل ولايت اوسيدونکی دی او هیڅ ډول رسمي زده کړې نه لري.
د سرچينې په حواله، هغه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره په پاکستان کې د افغانستان د جمهوري نظام پر ضد مطبوعاتي فعاليتونه کول او ځينې وخت يې د قاري يوسف احمدي په مستعار نوم د طالبانو د يوه خيالي وياند په توګه رسنيو سره اړيکې لرلې.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوی تورن دي، چې اوس هم له القاعدې ډلې سره اړيکې لري او دا اړیکې یې د افغانستان له خاورې نړیوال ثبات ګواښلی شي.
طالبانو بيا په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې له افغان خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي.

2 COMMENTS

  1. دا د پټي سر ده …. لږ حوصله وکړۍ او وبه ګورۍ چې نور څو تنه د القاعدی، داعش، حقاني او نور اورپکي د هیواد په سفارتونو او دننه لوړو چوکیو کې مقرریږي،

    د یو هیواد چې د کورنیو چارو وزیر یی د بین المللی تروریستانو په لست کې وي.
    د یو هیواد چې د لوړو چارواکو مقرری یی د لاهور د آی ایس آی له مقر نه وشي .

    په یو هیواد کې چې پس له قریب دری میاشتو د امیر المومنین پته یی نه وي.

    او بالاخره په یو هیواد کې چی د رئیس الوزا یا صدراعظم یوه دقیقه خبری یی چا نوي اوریدلی

    نو په داسی هیواد کې سفارتونو کې د القاعدی د غړو مقرری یو عادی کار دی.
    د امارت په چارواکو کی چې د آی ایس آی حکمونو او امرونو ته نه نشي ویلی یو هم ملا متقی ده ځکه د ملا متقی د سلهاو زرو ډالرو په ارزښت جایداد او مارکیټونه، کورونه په کوټی، کراچی ، لاهور او اسلام اباد کې ده همدا رنګه د هغه زیاد شمیر د کورنۍ غړي لا اوس هم هلته ژوند کوي نو ملا متقی به څنګه د پاکستانی چارواکو له امرونو نه سر وغوړوي ملا متقی د آی ایس آی یو لاس په نامه غلام او نوکر دی، په داسی ورځو کې چی زموږ هیواد کی خلک له ولږي مري ملا صیب متقی لکه کندو پړسییږي، د احساس او غیرت څه پته نه لکي نن که خیر وي زموږ شاه ځلمي به د پنجاب د دی ټولو نارواو غچ د کرکت په میدان کې ورنه اخلي ، انشاالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب