دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهشل اوره جام: افغانستان او پاکستان مخامخ دي

شل اوره جام: افغانستان او پاکستان مخامخ دي

د افغانستان او پاکستان لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې له یو بل سره په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې مخامخ کېږي.

پاکستان تر اوسه دوې سیالۍ کړي او دواړه یې ګټلي. د نیوزیلنډ او هند غښتلیو لوبډلو ته د پاکستان له لوري ماتې د دغه ټیم روحیه ډېره پیاوړې کړې ده.

افغانستان یوه سیالي کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.

د کرکټ د چارو ماهران وايي چې د دوبۍ میدان په تېره بیا د ماښام له لوري د ورو باولرانو یا سپینرانو لپاره ډېر مناسب دی.

د دوی په باور که هره لوبډله پچه وګټي باید لومړی باولینګ غوره کړي.

افغانستان د نړۍ په کچه لومړی نمبر سپینران لري خو د پاکستان سپینران د افغان هغو په پرتله کمزوري ګڼل کېږي.

افغانستان او پاکستان تراوسه پورې یوه شل اوره سیالي کړې چې پاکستان ګټلې ده.

سره له دې چې د ډېرو کتونکو په باور د پاکستان د بري چانس زیات دی خو د افغانستان باولران ممکن نتیجه واړوي.

د افغانستان او نړۍ تر ټولو تکړه باولر راشدخان پرون د دې سیالۍ په درشل کې پر ټولو نندارچیانو، چې د لوبې د کتلو لپاره لوبغالي ته ځي، وغوښتل چې له لوبې خوند واخلي او شخړه ونه کړي.

د دې لوبې په اړه اټکلونه:

که افغانستان پچه وګټي او لومړی به باولینګ وکړي.

په پاور پلې کې به له ۴۰ تر ۵۰ منډې وکړي.

له ۱۵۰ تر ۱۶۰ منډې به وکړي.

که پاکستان پچه وګټي لومړی به باولینګ وکړي.

په پاور پلې کې به له ۴۵ تر ۵۵ منډې وکړي.

له ۱۵۵ تر ۱۶۶ پورې منډې به وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب