دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeسیمه - نړۍپاکستان له تحريک لبیک سره مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

پاکستان له تحريک لبیک سره مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په دغه هېواد کې له منع شوې سخت دريځې اسلامي ډلې ( تحریک لبیک) سره د وروستيو ناندريو په اړه مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړي رويټرز خبري اژانس ته وويل، چې يادې ډلې سره به مذاکرات کيږي، خو نامعقوله غوښتنې يې نه شي منلی.

يادې ډلې د خپل رهبر د بندي کيدو په غبرګون کې د پاکستان په مختلفو برخو کې حکومت ضد لاریونونه پیل کړي.

په وروستيو کې ياد شوي تحريک ګواښ کړی، چې لاریونونه به تر پلازمېنې اسلام اباد پورې ورسوي او هلته به وضعيت غير عادي کیدو ته بوځي.

دغه تحريک همدا شان له پاکستان څخه د فرانسې د سفير د ويستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د فرانسوي سفير د ويستو په اړه به د یاد شوي تحريک غوښتنې ونه مني.

د دغه تحريک له لاریونونو سره د پاکستان سیاسي وضعیت کړکېچن شوی دی.

د ياد شوي تحريک تر څنګ په وروستيو کې د پاکستان پيپلز او مسلم ليګ نواز ګوندونه هم د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد لاریونونه کوي او د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي.

دوی د عمران خان حکومت د اقتصادي وضعيت په کابو ساتلو او نورو برخو کې ناکام ګڼي، خو د عمران خان حکومت ورپاتې ستونزې د مخکينيو حکومتونو ميراث بولي او په ځان لګیدلي تورونه نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب