دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهډاکټر عبدالله له اوږده ځنډ وروسته په مفشن ډول را څرګند شو

ډاکټر عبدالله له اوږده ځنډ وروسته په مفشن ډول را څرګند شو

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام شریکوال او د روغې جوړې د عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون له اوږده ځنډ وروسته د پخوا په شان په مفشن لباس او څېره کې څرګند شوی.

ښاغلي عبدالله پخپلو ټولنيزو رسنيو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ملګرو سره یې د خپلې پرونۍ لیدنې يو يادګاري عکس خپور کړی.

هغه له دغه عکس سره ليکلي، چې کرزی او ملګري يې د افغانستان په روان وضعیت د خبرو لپاره د ده کور ته ورغلي وو.

ډاکټر عبدالله د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم په کابل کې ژوند کوي او د ځينو سرچينو په حواله ايسار پاتې دی.

هغه لیکلي، چې کرزي سره په لیدنه کې يې د افغانستان د بشري ناورين، د نړيوالو مرستو په جلب او دغه راز د دايمي سياسي ثبات په ټینګښت خبرې کړي دي.

عبدالله، چې په شیک پوشۍ او ډېرو لګښتونو تر ټولو مشهور افغان سياستوال دی، په تېر نظام کې حتا د ولايتي سفرونو او ولسي ناستو د ډېرو مصروفو ورځو په ترڅ کې هم څو جوړې دريشۍ او جامې بدلولې.

هغه د طالبانو له واکمنیدو وروسته په عادي ډول او هغه هم اکثره په افغاني جامو کې را څرګنديده.

ډاکټر عبدالله د منتقدینو لخوا ېې ان په لسګونه زره ډالرو د يوې نيکټايۍ په پېرلو تورن شوی و.

هغه منله، چې شیک پوشه دی،‌ خو په دې برخه کې یې ډېر لګښتونه او پېرل نه تاييدول.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه تازه خپور شوی عکس له یو شمېر منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

خلکو ويلي، په داسې وضعيت کې چې ۲۳ ميليونه افغانان ډوډۍ نه لري، د عبدالله او کرزي په شان سياسي مشرانو مسووليت يوازې خپلمنځي لیدنې او عکس اخيستل نه دي، ځکه دوی څو لسیزې افغانستان سره مرسته کيدونکي ميلياردونه ډالره په واک کې لرل او د تېر نظام په سقوط کې یې عمده رول درلود.

ډاکټر عبدالله بيا ورته تورونه په بې واکه شوي او جلا وطنه ولسمشر محمد اشرف غني پورې کوي.

4 COMMENTS

  1. Karzai Abdullah are friends.they need some money for ticket to travel.
    his money in banks are frozen.

    maybe world send to afghanistan.they will enjoy again.

  2. ماته پتلون نه بلکه برزو ښکاری ځکه د جامپر لاندی ګونجی ګونجی یا چملوک چملوک دی. عبدالګلمرجان همداسی کارونه کول چه دا یی حال شو.
    ګلمرجانه افغانستان ستا دلاسه دغی حال ته راغی ټوله ورځ به دیی ویل نه منم نه منم او نه منم

  3. کرزی، ډبل عبدالله او د بېکارانو ټیم یې د ټولو ناخوالو مسئول دی. دوی دې د طالبانو سره یو ځای الله تعالی نور هم وشرموي.

  4. د فساد او د غنی بابا د حکومت د متفرق او ضعیف کیدو او بالاخره له پښو لویدو او د ملی اردو د تباهی اصلی عاملین همدا دی
    تاریخ لیکونکی که په خپل تحقیق کې د سقوط پر عامل خبری کوی، نو همدغه نومونه دی ذکر کړی : کرزی، عبدالله، زلمی جان هیوادمل، ….
    دری نور یی مخقق، خلیلی او دانش و چی نظام یی تباهی ته برابر کړ د دوی د فساد له لاسه سالم او سم خلک هم بدنام سول اوس ټول وایی چی د عبدالله کرزی محقق … په وجود کی د هغه نظام دوام خلک پوژې ته رسوولی و او پرته له سقوط بله لاره نه وه اشرف غنی ددوی له لاسه مجبور و چی پری یی ږدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب