یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان: د الجهاد ښوونځي ملازم له لوږې ومړ

بدخشان: د الجهاد ښوونځي ملازم له لوږې ومړ

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې د الجهاد په نوم د یوه ښځینه ښوونځي ملازم محب الله د لوږ له لاسه مړ شوی ‌

ويل شوي، چې هغه د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسيدونکی و.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې نوموړی په ځلونو د بانک نمايندګۍ ته د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره تللی و، خو په نوبت ترلاسه کولو نه و بریالی شوی، چې پيسې ترلاسه او د لوږې او مرګ مخنيوی يې وکړي.

د دې ترڅنګ هغه هر ماښام د سیمې جومات کې له خلکو مرسته غوښتې او خپل مشکل يې ورسره شريک کړی، خو لاسنیوی يې نه دی شوی.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالب چارواکي معمولا داسې موضوعاتو ته غبرګون نه ښيي.

د لوږې له کبله د ياد شوي ملازم د مړګ خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې طالبانو د سلګونه زره نورو حکومتي مامورينو ترڅنګ د هم پوهنې سکتور سلګونه زره منسوبینو ته هم له څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی.

د افغانستان ۱۸ ميليونه خلک دا اوس پوره وږي او ۲۳ ميليونه چې تر نیمايي نفوس یې ډېره برخه جوړوي، د شديد فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د‌ دې ترڅنګ ۳ ميليونه ماشومان د لوږې له کبله د مرګ په پوله ولاړ دي.

همدا اونۍ د کابل ښار په لويديځ کې د لوږې له کبله د يوې کورنۍ د اتو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پرون طالبان د مالي اختلافاتو له کبله د خلکو ژوند ته په نه پاملرنې تورن کړل او ويې ويل، چې طالب مشران پرون په یوه غونډه کې د خپلو جنګیالیو د مالي تخصيص په اړه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د هغه په ادعا، طالبانو په دې غونډه کې د خلکو د مرګوني وضعيت په اړه هيڅ بحث نه دی کړی.

طالبانو دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب