یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ترخه مرچ د انسان عمر اوږدوي

ترخه مرچ د انسان عمر اوږدوي

تاند- ساینسي مجلې (پلس ون) د یوې څېړنې پایلې خپرې کړي چې پر اساس یې ویل شوي ترخه مرچ د انسان د عمر له زیاتېدو سره مرسته کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ساینس ون مجلې له مخې وايي چې دا څېړنه په ۱۶۱۷۹ امریکايي ښځو او سړو باندې په ۲۳ کلونو کې شوې ده.

په ۲۳ کلونو کې له دې شمېر کسانو څخه ۴۹۴۶ تنه مړه شول.

څېړونکو د خپل کار په پای کې د ټولو ۱۶۱۷۹ کسانو د عمر، جنسیت، د وینې فشار، کلسترول، شکر، د سګرېټو عمل او نورو ځانګړنو له څېړنې وروسته وموندله چې هغه کسان چې ترخه مرچ زیات خوري تر نورو په سلو کې ۱۳ ژر نه مړه کېږي یا په بله ژبه د مرچ خوړونکو عمر تر نورو یو څه اوږد دی.

څېړونکي دا هم وايي چې په خپله څېړنه کې یې دا نه ده معلومه کړې چې دغو کسانو څومره مرچ خوړل.

دوی وايي چې په قطعي ډول نه شي ویلی چې مرچ په رښتیا هم د انسان عمر زیاتوي او که نه زیاتوي مګر په دې کې شک نشته چې مرچ د التهاب او باکتریا ضد خاصیت لري او د ځینو ناروغیو مخه نیسي.

د څېړونکې ډلې یو غړی او د امریکا د ورمونټ پوهنتون استاد بنیامین لیتنبرګ وايي، د دې لپاره چې د مرچو په هکله د دوی څېړنه ډېره قوي نه ده چې په زغرده ووايي د انسان عمر زیاتوي ځکه چا ته سپارښتنه نه کوي چې مرچ زیات وخوري او که یې ونه خوري خو بې له شکه د ځینو شیانو سپارښتنه په ډاډ کولی شي چې د ده په باور عملي کول یې د انسان عمر زیاتوي.

پروفیسر لیتنبرګ وايي«سیګرېټ مه څکوئ، په خوړو کې مو د کالورۍ اندازه کمه کړئ، زیات الکولي څښاک مه کوئ او هر کال د انفلوینزا واکسین کوئ.»

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب