جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهاردوغان د امريکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته د وتلو...

اردوغان د امريکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته د وتلو امر وکړ

تاند:( شنبه، د عقرب لومړۍ) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په يوه کم ساري ګام کې، له دغه هېواد څخه د امریکا متحده ایالاتو او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو د سفيرانو د وتلو امر کړی دی.

دغو سفيرانو څو ورځې مخکې د يوې ګډې اعلاميې له خپرولو سره د ترکیې له حکومته وغوښتل چې د عثمان کاوالا په نوم د ترکیې د حکومت د يوه بندي مخالف دوسيه په منصفانه توګه وڅېړي او عدالت ورسره وشي.

 عثمان کاوالا، چې يو مشهور سوداګر دی، له څلورو کلونو راهيسې پرته له دې چې محاکمه شي، په زندان کې دی.

په ترکيه کې د متحده ايالاتو، فرانسې، جرمني، کاناډا، فېنلانډ، ډنمارک، هالينډ، نيوزيلنډ، ناروې او سویډن سفیرانو څو ورځې مخکې په دې اړه ګډه اعلاميه خپره کړه.

دوی په خپله اعلاميه کې له ترکيې وغوښتل، چې د ياد شوي سوداګر قضيه په عاجله او منصفانه توګه حل کړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يادو سفیرانو له ګډې اعلاميې مخکې له هغوی وغوښتل، چې د اعلامیې له صادرلو ډډه وکړي.

هغه په دې اړه د خپل حکومت د توند دریځ خبرداری ورکړی و، چې سفیرانو جدي ونه ګڼله او بيا يې هم خپله اعلاميه خپره کړه.

 اردوغان دا اعلامیه په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼله او ګواښ یې کړی و، چې ملاتړي سفیران به يې له ترکیې وباسي.

اوس د اعلامیې له خپریدو څو ورځې وروسته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ياد شوي سفیران ور غوښتي او له ترکیې څخه يې د وتو امر ورته کړی.

د سفيرانو اړوندو هېوادونو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب