جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهم.م: د ښځينه حقونو تر تامينولو به په افغانستان کې پاتې يوو

م.م: د ښځينه حقونو تر تامينولو به په افغانستان کې پاتې يوو

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي افغان ښځو او نجونو ته ډاډ ورکړی، چې د حقونو ودې او ملاتړ ته به یې دوام ورکوي.

سرمنشي انتونیو ګوتېریش پر خپل ټویټر لیکلي “موږ به تر هغو پورې ونه درېږو چې تر څو نجونې بیرته سکولونو ته لاړې نه شي، ښځې خپلو کارونو ته ستنې نه شي او په ولسي ژوند کې برخه وا نه خلي”.

 ګوتېریش مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه به د طالبانو له چارواکو سره د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې کوي.

هغه مخکې انديښنه ښودلې وه، چې د طالبانو له واکمنیدو سره به افغانې ښځې په تېرو شلو کلونو کې تر لاسه کړي حقونه وبایلي.

د افغانستان يو شمېر ښځينه فعالانو څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په بلنه د دغه سازمان په یوه ځانګړې غونډه کې وينا او له نړيوالو څخه د افغان ښځو غوښتنې په ډاګه کړې.

دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې طالبان په رسميت ونه پيژني، ځکه د ښځو په ګډون يې د ډېرو قشرونو حقونه نقض کړي او استبدادي واکمني يې رامنځته کړې ده.

طالبان په وروستيو کې له سختو ملي او نړيوالو فشارونو سره مخ دي، چې باید د ټولو قشرونو حقونه تامين او له استبدادي سلوک څخه لاس په سر شي.

دوی د واکمنۍ له پیل سره سم، د ښځو د زده کړو او کار حقونه خورا محدود کړي او ان په دې اړه يې د مصر د الازهر جومات د ملا امام پښتو ټويټ ته غاړه نه ده ایښې، چې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانيستو په اړه يې کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی