تاند(شنبه، د عقرب لومړۍ) نامتو شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب نن/ شنبه د خیبر پښتونخوا کې د ۸۶ کلونو په عمر وفات شو.
مجذوب، چې په مروتو کې زېږېدلی، د ځانګړی سبک خاوند شاعر و.
ده په سرای نورنګ او ډیره اسماعیل خان کې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې کړي، وروسته یې په اسلامیه کالج او پېښور پوهنتون کې حقوق لوستي دي.
که څه هم عبدالرحیم مجذوب لنډې کیسې او کره کتنې هم لیکلي خو تر ډېره په شعر کې د لوړ نوم خاوند و. د قايداعظم پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو د څانګې رييس حنيف خليل د ارواښاد مجذوب په اړه ډیوې راډیو ته وویل «عبدالرحيم مجذوب یوازې شاعر نه و، هغه يو ډېر عالم فاضل شخصيت او نقاد و، هغه محقق هم و، د هغه په ګڼو مجلو کې تحقيقي مقالې چاپ دي. هغه افسانې او ډرامې هم ليکلي دي خو دغه حوالې عموما په بحث کې نه راځي د هغه صرف د شاعر حواله په بحث کې راځي.»
زيړ ګلونه، لال او کوتي لال، دارالاوهام، د ميني تنده، د مجذوب کليات، د کلياتو دوېمه برخه او د کلياتو درېمه، د مروتو کسرونه، د نور مظهرونه (په روحانياتو) د عبدالرحیم مجذوب چاپ کتابونه دي. ده پر دړې سربېره ګڼې مقالې او لنډې کیسې هم لیکلي دي.
مجذوب د ښو اثارو ترڅنګ د فضل رحیم مروت په شان تکړه میراث هم پرې ایښی دی.
عبدالرحیم مجذوب د فضل رحیم مروت په ګډون ۳ زامن او څلور لوڼې لرلې.
په ارواښاد مجذوب باندې محب وزير د (مجذوب د شاعرۍ تنقيدي مطالعه) کتاب ليکلی، احمد جان مروت پرې (درد او مجذوب) بل کتاب ليکلی، په کراچۍ کې پرې د (مجذوب نمبر) چاپ شوی، له مانسهرې پوهنتون څخه پرې د شپاړسم ډګري او په باچا خان پوهنتون کې پرې (د مجذوب په شاعرۍ کې کردار نګارۍ) اېم فل کېږي.
د ارواښاد مجذوب په مړینه د ځوان شاعر طاهر ځلاند څو شعرونه
خدای دې وبخښی.