Homeخبرونهافغانستان تورتم دی، طالبانو د بريښنا خرابولو ۳ تورن کسان نیولي

افغانستان تورتم دی، طالبانو د بريښنا خرابولو ۳ تورن کسان نیولي

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستی وايي، چې د کابل په مراد بيګ سيمه کې د برېښنا پایو د الوزولو په تور ۳ کسان نیول شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.

د کابل په مراد بيګ سيمه کې د تېرې چارشنبې په ورځ له منځنۍ اسيا څخه د را وارد شوې بريښنا پايې الوزول شوي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون يو شمېر ولايتونه ورسره تياره شوي دي.

داعش ډلې په یوه اعلامیه کې د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د پرې شوې بريښنا په فعالولو کې د پاتې راتلو له کبله یو شمېر کسانو پر طالبانو توندې نیوکې کړي.

دوی ويلي: د بریښنا د پايو الوزول همدې طالبانو پیل کړي، چې اوس داعش دوام ورکوي او طالبان یې له رغولو څخه عاجز دي.

طالبانو د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دوی دا هم نه دي ويلي، چې د بريښنا مزې ولې په دومره وخت کې بیرته ونه تړل شول؟

مخکې د بریښنا د پايو په بيرته فعالولو کې د ځنډ دليل د پېښې په ځای کې امنيتي ننګونې ګڼل کیدې.

اوس معلومه نه ده، چې طالبان هم د داعش له وېرې د کابل ښار مراد بيګ سیمې ته تخنيکي ټيمونه نه شي استولی که بله ستونزه لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...