جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهخليلزاد: امريکا په طالبانو بې باوره ده

خليلزاد: امريکا په طالبانو بې باوره ده

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مخکينی استازی زلمی خلیلزاد پر طالبانو د دغه هېواد د بې باورۍ خبر ورکړی.

نوموړي له دندې څخه تر استعفا وروسته، پخپله لومړۍ مرکه کې ومنله چې د طالبانو او متحده ايالاتو تر منځ بې باوري موجوده ده.

هغه دا هم وويل، چې دی له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ويستو د بهیر لپاره ګومارل شوی و، چې دا دنده په بریالیتوب پای ته ورسېده.

نوموړي له القاعدې ډلې څخه د طالبانو د ملاتړ په اړه وويل، چې طالبانو په دوحې تړون کې له یادې ډلې سره د نه همکارۍ ژمنه کړې، خو دا چې څومره به پر دې ژمنې عمل کوي، دوی به یې عملي ګامونه څاري.

زلمي خليلزاد دا هم وويل چې طالبانو ورته د القاعدې د مشر ايمن الظواهري د اوسېدو د ځای په اړه ناخبري ښودلې ده.

خليلزاد دا هم وويل، چې د القاعدې يو شمېر غړو په افغانستان کې د شوروي پر ضد د جګړې په مهال ودونه کړي وو او اوس یې درېيم نسل زيږيدلی، چې تشخيص به یې ستونزمن وي.

دا مخکينی امريکايي استازی دا هم وايي، چې امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پلانونه هر وخت په عاجل ډول خنثی کولای شي.

د زلمي خليلزاد دا مرکه، چې له سي بي ايس ټلويزيون سره شوې، بشپړه بڼه يې تر اوسه نه ده خپره شوې.

تمه کيږي، چې هغه به نور د پام وړ خبرې، په خاص ډول له دندې د خپلې استعفا په اړه هم ځينې رازونه افشا کړي.

د استعفا په وخت نوموړي د نا ويلو خبرو د کولو ژمنه کړې وه.

زلمی خلیلزاد که څه هم په دغه دنده کې ځان بريالی ګڼي، خو په افغانستان کې ډېر منتقدین لري او د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط د پروژې د طراح په سترګه ورته ليدل کيږي.

طالبانو بيا د هغه دغه ماموريت ستايلی او ترې خوشاله ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب