جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ د يوه منع شوي ګوند متشدد لاریون په پراخیدو دی

پاکستان؛ د يوه منع شوي ګوند متشدد لاریون په پراخیدو دی

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو له دوام سره په خوا کې سياسي کړکېچ په زياتېدو دی.

 دا ځل د یوه ممنوع اسلامپال ګوند زرګونه پلویان، د اسلام آباد خوا ته د اوږد لاریون په مقصد له لاهور ښار څخه خوځيدلي.

د تحریک لبیک پاکستان ګوند ویاند او عیني شاهدان وايي چې لاریونوالو نن د دویمې ورځې لپاره له پولیسو سره چې پر دوی یې اوښکې بهوونکی ګاز کاراوه، نښتې وکړې.

معترضانو د اسلام آباد پر لور لاریون د جمعې په ورځ پیل کړ څو حکومت دې ته اړ کړي چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي.

رضوي تېر کال په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور له خپرېدو وروسته د فرانسې پرضد د مظاهرو پرمهال ونیول شو.

د جمعې په ورځ په لاهور کې د دې مظاهرو پرمهال دوه تنه پولیسو او دوه تنه معترضان په نښتو کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د داعش ډلې،‌ بلوچ ازادي غوښتونکو او د حکومت د اپوزیسیون ډلو د ډېرو شویو اعتراضونو خبرونه زيات شوي.

د پاکستان د خلکو او مسلم ليګ نواز ګوندونو هم په وروستيو کې د صدراعظم عمران خان پر ضد مختلفې غونډې کړي او د هغه د حکومت د ناکامه ګڼلو تر څنګ يې د را پرځولو ګواښونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب