Homeخبرونهسره صليب طالبانو سره د نړيوالو د خبرو غوښتنه وکړه

سره صليب طالبانو سره د نړيوالو د خبرو غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت سره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له طالبانو سره د نړيوالو د خبرو غوښتنه کړې ده.
د دې کمېټې په وینا له دې پرته به مرستندویې ډلې په يوازې ځان د دغه ناورين په مقابلې ونه توانیږي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، بشري ناورين اوج ته رسېدلی.
طالبان له دې کبله، چې په کابينه کې یې د نړیوال تور ليست ۱۷ غړي شامل دي او د بشري حقونو د پراخ نقض تر څنګ د قومي او مذهبي اقلیتونو، ښځو، رسنيو او عمومي حقوقو په نقض تورن دي، نړيوالو ورسره د بشري ناورين د حل لپاره خپلې مرستې درولي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رييس رابرټ ماردیني رويټرز خبري اژانس ته وويل: له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تماسونه د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو لپاره مهم دي.
نوموړی باور لري، چې په هغه صورت کې چې نړیوالې موسسې یو بل ته لاسونه ورکړي او په ګډه کار وکړي د موقت وخت لپاره به ستونزه حل شی.
ملګروملتو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو صندوق یې جوړ کړی چې په مستقیم ډول ورڅخه محتاجو افغانانو ته مرسته ورکول کېږي‎.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عمومي ريیس وايي، د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام له لوري دا جوړ شوی صندوق به د درو میاشتو لپاره د افغانانو ستونزې حل کړي.
دی وايي، د افغانستان له ۳۹ ملیون نفوس څخه ۳۰ سلنه له سوتغذیې سره مخامخ دی او ۱۸ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دوی د واکمنۍ څه باندې دوه نیمې میاشتې کیږي، خو تر اوسه د نيږدې ملاتړي پاکستان په ګډون یې د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...