دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا: د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نورو غونډو کې...

امریکا: د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نورو غونډو کې برخه اخلو

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په راتلونکو غونډو کې برخه اخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکی د یاد شوي فارمټ د تېرې چارشنبې په ناسته کې د متحده ایالاتو د استازي د نه ګډون دلیل لوژستیکي ستونزې ګڼلي دي.

هغه د یاد شوي فارمټ مخکینۍ غونډې ستایلي او د ښو پایلو یادونه یې کړې.

د امریکایي ویاند په خبره، متحده ایالات د یاد شوي فارمټ له دوام سره علاقه مند دی او ملاتړ یې کوي.

د مسکو ناسته تېره چارشنبه ترسره شوه، چې د سیمې د شاوخوا ۱۰ هېوادونو استازو او د طالبانو د اسلامي استازي یوه لوړپوړي پلاوي ګډون پکې کړی و.

په دې ناسته کې سیمه ییزو هېوادونو او روسیې له متحده ایالاتو غوښتي، څو د افغانستان کنګل کړې پانګه د طالبانو حکومت ته په واک کې ورکړي.

یادې ناستې له طالبانو هم وغوښتل، چې په افغانستان کې ټول ګډونه نظام جوړیدو ته زمینه برابره کړي.

د طالبانو استازو په دې غونډه کې ټینګار درلود، چې حکومت یې ټول ګډونه دی.

مسکو په دې ناسته کې د متحده ایالاتو د استازي په نه ګډون خواشیني ښودلې وه.

معلومه نه ده، چې د یاد شوي فارمټ بله ناسته به کله او له کومې اجنډا سره ترسره شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب