دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهداعش د بریښنا پایو د الوزولو مسوولیت پرغاړه اخیستی

داعش د بریښنا پایو د الوزولو مسوولیت پرغاړه اخیستی

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د داعش ډلې مطبوعاتي سرچینو په کابل کې د افغانستان د وارداتي بریښنا د یوې پایې د الوزولو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بریښنا پر دغې پایې چاودنه د دوی کسانو کړې ده.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د افغانستان بریښنا شرکت اوړمه ورځ وویل، چې د کابل په مراد بیګ کلا کې د وارداتي بريښنا پر یوې پایې د چاودنې له کبله دغه وارداتي بریښنا پرې شوې ده.

یاد شوي شرکت ویلي و، چې زر به دا بریښنا بیرته فعاله کړي، خو تراوسه په دې کار نه دي توانیدلي او د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه لا هم له وارداتي بریښنا څخه بې برخې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ليکلي، چې له طالبانو يې یوازینۍ هیله په هېواد کې د امنيت تامين او د داسې پېښو پای ته رسول و، خو داسې ښکاري چې طالبانو يې دا حد اقل غوښتنه هم پوره نه کړای شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب