سه شنبه, مې 21, 2024
Home+په دې ورځ د ملګروملتو موسسه جوړه شوه

په دې ورځ د ملګروملتو موسسه جوړه شوه

تاند- له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴ مه د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د نورو جګړو د مخنیوي لپاره یوه نوې نړیواله موسسه یعني ملګري ملتونه جوړ شول.

د دې نوې موسسې منشور د ۱۹۴۵ د جون په ۲۵ مه په سانفرانسیسکو کې د چین، فرانسې، شوروي اتحاد، بریتانیا او متحدو ایالتونو له لوري تصویب شو او ګڼو نورو هیوادونو تایید کړ.

په حقیقت کې د ملګروملتو موسسه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته سوبمنو هیوادونو د پخوانۍ (د ملتونو ټولنې) په ځای جوړه کړه.

د ملګروملتو موسسې د ۵۱ غړیو په لرلو کار پیل کړ.

افغانستان د دې موسسې له تشکیله یوه کال وروسته یعني  ۱۹۴۶ م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان غړی شو. 

د ملګروملتو یا (United Nation) اصطلاح لومړی پلا د امریکا د هماغه وخت ولسمشر فرانکلین روزولټ د نړیوالې جګړې په مهال متفقینو ته په اشارې وکاروله.

دا موسسه شپږ اصلي اورګانونه لري: عمومي اسمبلۍ، امنیت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قیمومیت شورا، د عدالت نړیواله محکمه، او د ملګروملتو سکرتریت یا دارالانشا.

دا سازمان ځینې نورې مهمې ادارې لري لکه: د نړیوال روغتیا سازمان، د نړیوال بانک ډله، د خوړو نړیوال پروګرام FAO، یونسکو، او یونسیف.

امنیت شورا د ملګروملتو تر ټولو پیاوړی اورګان دی چې امریکا، روسیه، بریتانیا، چین او فرانسه یې دایمي غړي دي او د ویټو حق لري.

د ملګروملتو هدف په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتنه، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول، د ملتونو (هیوادونو) د اقداماتو د همږغۍ لپاره د مرکز رول لوبول دي.

د ملګروملتو اصلي مقر په نیویارک ښار کې دی او نور لوی دفترونه یې د سویس په جینیوا، د اتریش په وینا او د هالنډ په هاګ (هېګ) کې دي.

1 COMMENT

  1. د ملګرو ملتونو د مؤسسې لخوا تصویب سوئ منشور د نن ورځی د ډیرو هیوادونو د بد اقتصادی او اجتماعی او سیاسی وضعیت د څرنګوالی سره ډیر توپیر لری.
    د ملګرو ملتونو مؤسسې فقط په ظاهره د ” ملګرو ملتونو ” نوم پر ځان ایښی دئ او هغه ملګری! کوم چی ددې سازمان په ماڼۍ کی ناست کی دی اکثره یا ځینی ئې یو د بل خونی دښمنان دی ( چی دا بیا څه ډول ملګری توب دی؟ ).
    د ملګرو ملتونو مؤسسه د تأسیس له لومړۍ ورځی څخه تر نن ورځی پوری د دوهمی نړیوالی جګړې د فاتحینو خصوصاً امریکې په واک کی ده او د خپلو استعماری ګټو د ټینګښت او پر نړۍ د سلطې په پار د یوې قانونی! وسیلې پتوګه کاروَل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب