Homeخبرونهد ټافل او ايلتیس يو مرکز: طالبانو مو په فعاليت بنديز ولګاوه

د ټافل او ايلتیس يو مرکز: طالبانو مو په فعاليت بنديز ولګاوه

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) په افغانستان کې د ټافل او ايلتیس ازموينو د اخيستو يوه مرکز د طالبانو لخوا د دوی پر فعاليتونو د بنديز خبر ورکړی.

د سيسو په نوم د دغه مرکز عمومي مسئول اقبال اسلام ويلي، چې مرکز او په افغانستان کې ۵ څانګې يې د طالبانو د ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

هغه د دغو ګواښونو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې ډېر علمي او فرهنګي مرکزونه تړل شوي، چې د ډېرو د تړل کیدو اصلي دلیل له دغو فعاليتونو سره د طالبانو حساسيت او دغه راز جدي اقتصادي ستونزې وې.

شنونکي د تازه تړل شويو مرکزونو ګواښ سره مخ کيدل افغانستان ته په تاوان ګڼلی او ويلي، چې دا ډول ګواښونه د افغانستان له راتلونکي سره جفا ده.

مخکې د طالبانو د ګواښونو له کبله په کابل کې مخکښ افغان- امريکايي پوهنتون هم تړل شوی و، چې وروسته يې قطر ته د انتقال خبر ورکړل شو او قطر له دې پریکړې په ډېرې خوښۍ هرکلی وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...