Homeخبرونهد طالبانو او هندي پلاوي د ليدنې په اړه متناقض جزییات خپاره...

د طالبانو او هندي پلاوي د ليدنې په اړه متناقض جزییات خپاره شوي

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) د افغانستان په اړه د مسکو ناستې په څنډه کې د طالبانو د اسلامي امارت د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يوه پلاوي په ملتيا د افغانستان، ايران او پاکستان لپاره د هندوستان له مسوول جي پي سينګ سره ليدلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې ليدنه کې دواړو لورو توافق کړی، چې د يو بل اندیښنې به په پام کې نيسي او ديپلوماتيکې او اقتصادي اړیکي به رغوي.

مجاهد دا هم ويلي، چې هندي لوري له افغانستان سره د پراخو بشري مرستو ډاډ هم ورکړی.

بلخوا: هندوستان ټایمز ورځپاڼې په يوه راپور کې د دې ليدنې له خبر خپرولو سره د يوې سرچينې په حواله ویلي، چې د طالبانو د وياند څرګندونې په دې تړاو دقیقې نه دي.

خپله يادې ورځپاڼې د دغې ليدنې د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

هندوستان د طالبانو له واکمنیدو سره، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له بيا فعاليدو او دغه راز پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ ته په کتو سره، د هندوستان پر ضد د افغان خاورې له استفادې څخه انديښمن دی.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو ناستې په ترڅ کې هم نړيوالو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هيچا خلاف ونه کارول شي.

نړيوالو بيا طالبانو سره په تعاملاتو کې د خبرو پر ځای د دوی عملي ګامونه معيار ګرځولي او د هغو په اساس يې ورسره په متقابل چلند ټينګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...