یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهنبيل د اتمر او ستانکزي لخوا د مقاومت ملي شورا جوړيدو ته...

نبيل د اتمر او ستانکزي لخوا د مقاومت ملي شورا جوړيدو ته توند غبرګون وښود

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) ‏د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل په يوه ټويټ کې د محمد حنيف اتمر او معصوم ستانکزي په هڅو د افغانستان د مقاومت ملي شورا د جوړېدو هڅو ته توند غبرګون وښود.

نوموړي پر دغو سياسي څېرو ځينې تورونه لګولي او ليکلي:(( د بدبختې کچه له دی څخه اټکل کیدای شی، چی دغه دوه جنابان چي ټول عمر د پردیو مهری وی او د افغانستان په ټولو بدمرغیو کی شریک وو، اوس د جهادی مشرانو مشری کوی!؟ نور نو د شرم په نامه نه دوی ته څه پاتی، او نه هغه جهادی او قومی مشرانو ته چی دوی ورته شورا ګانی جوړوي!))

د يادی شورا د جوړېدو د هڅو خبر پرون پخواني ولسمشر ته وفادار ټلويزيون ( کابل نیوز) خپور کړ.

سرچينې ويلي و، چې ياده شورا کې ګڼ جهادي او سیاسي مشران برخه اخلي او مشري يې استاد سياف ته وړانديز

شوې ده.

په نورو راپورونو کې راغلي، چې سیاف د ناروغۍ له کبله د دغې مشرۍ وړانديز نه دی منلی او ځينو جهادي څېرو په ياده شورا کې خپل غړيتوب رد کړی.

له طالبانو سره د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي پرته له دې چې په مشخص ډول نبيل مخاطب کړي، پر ټویټر ليکلي، چې دی فيسبوک پاڼه نه لري او په نوم يې خپريدونکي ځينې تبصرې واقعيت نه لري.

هغه په ورته وخت کې ليکلي: ((هیواد مو په اوس وخت کې له هر څخه زیات ملي یووالي، تلپاتې اوعادلانه سولې ته اړتیا لري.))

د مخکيني نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. یو نیم د تاند بې ابتکاره محترم خبریال د نه خبر خبري راته خبر جوړ کړي.
    نبیل د تصادف له مخي د خارجیانو له خوا کلونه وړاندي د امنیت ریس شو، بیا د بې کفایتي په وجه لري شو.اوس نو په هره خبره کې لکه مچ ور ګډیږي.
    عجیبه وطن مو دی، آن تر مرګه د دولتي چوکۍ نامه له غاړي نه لري کوو، یا به د کمترۍ د احساس و جه وي او یاهم د نادیدګۍ ناورین. په نورو هیوادونو کې څوک د تېر ماموریت لوحه په غاړه نه ځړوي.

  2. د دې ډول اوازو د خپرولو څخه موخه د خلکو د غبرګون د کچې معلومول دي. اوس په دې هرڅوک ښه پوهېږي چې د دغو خلکو مقاومت به څه وي، د دوی یووالی او وحدت به څه وي، د دوی کورنۍ او بهرنی حیثیت به څه وي، د دوی زور او جګړه به څه وي او همدا شان د دوی غیرت او همت به څه وي. دوی په پردیو هېوادونو کې په دې امید او ارمان کې شپې سبا کوي چې که چېرې کوم هېواد یې بیا د خپلو شومو موخو د لاسته راوړلو په پار د سپو په شانې په نوکرۍ ونیسي. دا شرمېدلي خاینان به څه ژوند ولري. دوی ته یوه نږدې کس وویل چې د دې تښتېدلو خاینانو په مینځ کې یو څوک شته چې خپله وایي، د شپې له خوا څخه پنځه دانې د خوب ګولۍ خوري خو بیا هم خوب نه ورځي. دا دي د خیانت پایلې. هر څوک، په شمول د طالبانو چې د خلکو او هېواد په حق کې خیانت وکړي، انجام به یې د همدغو شرمېدلو په شان وي. مننه

  3. یادونه: د ښاغلي محمد تر نامه لاندې لمړۍ لیکنه(یو نیم د تاند بې ابتکاره ………….) زما (دوهم محمد) لیکنه (د دې اوازو د خپرولو څخه موخه ………….) نه ده. موضوع دې روښانه وي. مننه

  4. نبیله ته هم ددی ډلی غړی وی ، مرګ د ملی امنیت پر هغه کارکوونکی چی وطن غرقیږی او دی لا ژوندی وی. که تا لږ همت لرلای
    په هماغه ورځو کې به دی د امنیت د رییس په توګه امنیت ساتلای، خو ته هم د هغو مفسدینو او خیانانو یو کاروانی وی بهتره ده ځانوژنه وکی یا ځان داسی ورک کړی چی نه دی څوک ووینی او نه در نه خبر سی. د پاکستان د امنیت رییسانو نه یی زده کئ د جنرال حمیدګل ژوند لیک ولوله، د افغانستان تباهی یی موخه وه د مرګ تر ورځې یې دا ارمان نه پریښود او تر لاسه یی کړ. تا کوم ارمان درلود؟

  5. ټولو خویندو او وروونو ته درناوي استوم، په لحاظ د خدای بس دی نور جنګ او وينې توېدل او تویول بس دیو دا لاندې خبره «((هیواد مو په اوس وخت کې له هر څخه زیات ملي یووالي، تلپاتې اوعادلانه سولې ته اړتیا لري.))د هرچا چه ده ښایسته او د ستاینې خبره ده او خدای په لحاظ دا خبره فرض ده چه قبول شي او د جنګ اچونکي لارې او هڅې بندې کړئ!

  6. تاند هسی خپل اغتبار خپله خراب کوی.نبیل خبری خپرولو ته سه ضرورت.؟د کوم خ ر دی ؟

  7. we need to united afghanistan. AND STOP ANY MORE FRACTIONS
    ALL ELDERS/POLITICIANS AND ALL DELEGATE MUST BECOME UNITED
    WE ARE TIRED FROM KILLING EACH OTHERS
    GIVE HANDS TOGETHER TO BUILD THIS COUNTRY AND SUPPORT HOMELESS CHILDREN/BUILD
    THIS COUNTRY.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی