۳
دمخه برخه کې مې پوښتنه کړې وه: آیا زړه مو را سره مني، چې هدیرې د بل بدلولو اند و باور جوړ کړي؟؟؟
یو څه به له شخصي تجربو در سره شریک کړم:
د خواجه صاحب لمونځ!
داودخان، د حکومتي زغروالو ټانکونو او د بګرام هوایي ډګر میګ الوتکو را چپه کړ، خو مکتبیانو ته خدای مظاهرې او مارشونه په لاس ورکړل.
د نویو، ځوانو رهبرانو نسل، د ګڼو مارشونو، د ولوله ناکو بیانیو سرې وږمې، او د لور او بېل له وسلې سره، د ډول اټن ته د بزګرانو چپه غاړو، موږ هم وتخنولو او د پلرو له «ښه کوه، بد مه کوه!» نصیحتونو دغې نوې لارې ته را واوښتو او ډېر ژر د انقلابي بیرغونو او شعارونو په جوش او خروش کې ورک شوو.
نور نو تاریخ په منډه وه. بدلون راوستونکو معلمینو د «مادي برابرۍ» د بنسټګر خبره په وار وار را تکراروله، چې «انقلاب د تاریخ اورګاډي دی!»
اټکل کېده چې دوه درې کلونو کې به فیوډالي افغانستان، د «کور، ډوډۍ او کالي» د مساوات په جنت بدل شي، ځکه نو په همدې سره خوله نوې ځوانۍ کې، د زړو خانانو او ملکانو: لکه وکیل حفیظ الله امرخېل، او ملک عبدالظاهر، او خانداني ملایانو، لکه لوی خواجه او صاحبزاده صاحب له مخې بې سلامه تېرېدو. نور نو څوک ددې نه وه، چې د سازمان دغو نیمچه ځوانانو ته د زړو وختونو خبره بیا را یاده کړي.
زموږ همزولي هم په عادت او په چلند رنګارنګ وه، د انقلاب په کار کې ځیني تیز، ځینې پڅ او ځینې بیا ډېر تېز.
صدیق بیا ډېر تېز وه، ټوله ورځ یې په خان او په ملا او د کلي لوی خواجه پسې را اخیستې وه. بالاخره یې راپور ورکړ، چې «لوی خواجه اشرار دی؛ ما په لمانځه ولیده!»
اوس چې له صدیق څخه څه خبر نشته؛ خو خواجه صاحب بیا د وخت د «اګسا» ادارې، د مرستیال ډګرمن محمد یوسف امرخېل په امر، د صدارت له جیله را خوشې شو او اوس هم لمونځونه ورکوي او خلکو او یوسف خان په خپلو دعاګانو کې یادوي.
دا بله یې هم واورئ:
خلقي کورتۍ
اوس نو غرونه او غارونه او لېرې ځنګلونه د حکومت له کنتروله وتي وه. شپه شپه به له لېرې، د موشکوش او سه صد و سه برد ټوپک یو نیم ډز او غرپ پورته کېده. زه به د میدان درې، د خزانه دار عیسی خان د کلا په برج کې ناست وم او مزدورانو او بزګرانو ته به مې زړه له غمه شین شین وه، ذهن کې به ځان سره لګیا وم، چې د ارتجاع دې کور وران شي، چې د فیوډالانو د سود او سلم د بیا رواجېدلو لپاره بزګران داسې، غرو ته خېژوي او په ناپوهۍ کې یې د جنګ اور ته ور اچوي!
نور نو والیان، ولسوالان، او مدیران شوي معلمین له کلاشینکوف سره ګرځېدل. مکتب هم تش لاسو مکتبیانو په ګزمو ساته، اخر یې د میدان مرکزي لیسې ته- چې اوس د ذکر الله شهید په نامه شوې وه- د اردو یو T 54 ټانک راوست او په دې پولادي جنګیالي یې د شپې لخوا مکتب ساته. د ټانک زور هغه وخت معلوم شو، چې له لیسې ولاړ، په سبا چې ورغلو، نو لیسه د تورو ایرو کوټه وه. چپړاسیانو ویل مولوی…لیسه وسوځوله.
لیسه راکډه شوه ميدان ښارته . نور نو غرو ته ختلي ملایان او بزګران معلمانو پسې ګرځېدل. نن شپه د ده په کرو جنګ، سبا د هغه درمند سوځېدلی، نن پلانی مکتبی له کوره وېستل شوي، بل سبا یې د پلاني خان یا ملک زوی اګسا پلچرخي ته اچولی.
دې کې یې معلم دوست محمد-نوم مستعار دی- له کوره ووېست. معلم چا ونه لید چې څرنګه، چا او په څه قانون او طریقه محکمه کړ. موږ ته احوال راغی، چې معلم یې د کورتۍ د اوږده چپه ګردن په خاطر «خلقي» ثابت کړی او په همدې نغده ګناه یې تېږه پر سر ور اړولی!!!
له دې کیسو څخه نه غواړم چا ته د دار رسۍ یا د برآئت وثیقه جوړه کړم. خدای تعالی چې شته، د بنده ګۍ په حال کې «بنده» به د څه شي قضاوت وکولای شي؟؟؟
څوک خبر دي، چې له جسمي مرګ وروسته به د معلم ورځ ښه وي، که د هغه، چې ورځ کې یې د نخاس په اندازه سړو پر ستونو، د پسو په شان د خپل غضب چاړه را کشوله!؟
که خدای تعالی غوښتي وه نورې خبرې بل وخت ته!
یادونه:
له ټولو هغو ځوانانو او مشرانو او همزولو څخه چې په یو ډول سره، له یادو شویو فکري-باوري لوریو سره ګډ حسي- عاطفي درد او تړاو لري، عذر غواړم او په ټینګه سره تکراروم، چې ددې کیسو له راوړلو څخه زما مقصد یوازې او یوازې زموږ د ګډ درد انځورول دی، چې هغه د بل بدلولو تراجیدي ده، چې افغانستان کې یې له میلیونونو وګړو ژوند، سلامتیا، شخصیت او خوشحالي اخستي ده او لا هم دغه دوزخ زموږ پر فردیت را چاپېر پروت دی.
برکت یوسئ.