یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان ویست انډیز ته په تمریني سیالۍ کې ماتې ورکړه

افغانستان ویست انډیز ته په تمریني سیالۍ کې ماتې ورکړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۸مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن ویسټ انډیز ته په تمریني مسابقه کې په لوی توپیر ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د نړیوال جام د رسمي سیالۍ په درشل کې وشوه، د افغانستان ملي لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او سیالې لوبډلې ته یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي وکړ. دواړو په ترتیب په ۳۵ توپونو ۵۶ او ۵۴ منډې وکړې.

رحمت الله ګوربز هم ښه وځلېد. ده په ۲۶ توپونو ۳۳ منډې وکړې. نجیب الله ځدراڼ بیا په ۱۹ توپونو ۲۳ او محمدنبي په ۳ توپونو ۶ (ناسوځېدلی) منډې وکړې.

په باولینګ کې کیپتان محمدنبي حیرانوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. ده په ۴ اورونو کې نه یوازې ۳ لوبغاړي وسوځول بلکې یوازې ۲ منډې یې ورکړې.

افغانستان لومړۍ تمریني مسابقه پر جنوبي افریقا په ۴۱ منډو بایللې وه. خو جنوبي افریقا نن په تمریني مسابقه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د روان اکتوبر په ۲۹ افغانستان له پاکستان سره په رسمي مسابقه کې مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب