یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

د طالبانو پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۷مه) د طالبانو پلاوی به نن د مسکو فارمټ په غونډه کې د سیمې هیوادونو ته د خپل موقت حکومت دریځ وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې په کوربه توب د چین، ایران، هند، تاجکستان، ازبکستان او طالبانو استازي نن په مسکو کې غونډه وکړي.

د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل  «اوس چې په افغانستان کې ستر مثبت تحول راغلی، اسلامي امارت عملاً د چارو واګې په لاس کې نیولي او اسلامي امارت ته هم په دغه ناسته کې بلنه ورکړل شوې ده؛ نو بناً موږ غواړو د نوي اسلامي حکومت دریځ د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ورسوو. دغه راز له ځینو لوریو سره د کنفرانس په څندو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو زمینې هم برابرې شي.»

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې، هند، ایران، افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د سلامشورو لپاره پیل شوې دي او مخکې هم طالبانو په دې غونډو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د رييس الوزرا د سرپرست مرستیال مولوي عبدالسلام حنیف په مشرۍ پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نور سرپرست وزیران هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب