یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهخرم: امریکا لاړه خو لویه لوبه او افغان وژنه یې روانه ده

خرم: امریکا لاړه خو لویه لوبه او افغان وژنه یې روانه ده

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ ‏د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس او د افغان کابینې پخوانی وزیر عبدالکریم خرم د کندوز او کندهار ولایتونو په وروستیو پېښو کې امریکا متحده ایالات په لاس لرلو تورنوي.

نوموړی پرخپل ټویټر لیکلي، چې د کندوز د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت د (الایغوری) په نوم او د کندهار د برید مسوولیت (الخراسانی) او( بلوچ) په نومونو بریدګرو ته راجع شوی.

د خرم په وینا، له دې سره سیمه ییز هېوادړونه باید پوه شي، چې د افغانستان د ټولوژنې، ګدا کولو او بې نظامۍ شاته څه لویه جیوپولیټیکه لوبه روانه ده.

دغه پخوانی افغان وزیر زیاتوي: له دې پېښو سره څرګنده شوه، چې امریکا هم له افغانستان څخه وتې او هم نه ده وتې.

 پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون د کندهار پېښې د غندنې په اړه په خپاره کړي پيغام کې له نوم اخیستو پرته د وروستیو داسې بریدونو شاته د افغانستان د بهرنیو دښمنانو د دسیسو ادعا کړې وه.

د کندوز او کندهار د بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

په دې بریدونو کې سلګونه افغان شیعه ګانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کریم خرم او حامد کرزي له څو کلونو راهیسې امریکا متحده ایالات تورنول، چې په افغانستان کې دوه ګونې او مرموزه لوبه کوي او د مخکیني حکومت ترڅنګ یې وسله والې او ترهګرې ډلې حمایه کولې.

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته، په یوه مهمه وینا کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه وښوده او د افغانستان وضعیت یې پېچلی وباله

پوتین په ماسکو کې د هم ګټو هېوادونو اوولسمې کلنۍ غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته ترهګر را ټولیږي او کولای شي، چې د هم ګټو هېوادونو ثبات خراب کړي.

پوتین په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې که اړتیا شوه، د سیمه ییز ثبات د ګواښونکو لاملونو پر وړاندې به په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد ګډ عملیات ترسره کړي.

روسيې څه موده مخکې وويل، چې په کابل کې د داعش ډلې وسله والو يې پر سفارت د برید پلان درلود، خو دوی طالبان خبر کړي او د طالبانو په عملياتو کې د سفارت شاوخوا ته ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو بيا ويلي، چې داعش ډله افغانستان او سيمې ته جدي ګواښ نه، بلکې يو مزاحمت دی، خو دوی یې مهارولی شي.

د طالبانو رژيم د داعش ډلې پرضد مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو د مرستې وړانديز رد کړی او ویلي، چې خپله دا مبارزه تر سره کولای شي.

د طالبانو له لفظي ډاډګيرنو سره هم مهاله، په وروستيو کې د داعش ډلې د بریدونو لړۍ په ختیځ کې له ورو هدفي وژنو څخه شمال ختیځ ولایت کندوز او سویلي ولایت کندهار ته د شيعه ګانو پر جوماتونو خونړيو ځانمرګو بريدونو ته رسيدلې او سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب